د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
Wed, Jun 14 2023 1:56 PM
.

د هرات ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هيئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۳ نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس (سرپرست) او غړو په حضور سره جوړه شوه او په کې د شیدايي ښارګوټي د سرکوونو پرانېستل چې د بېرته راستنیدونکو له خوا تړل شوي، بحث وشو. د بېرته راستنه شوو استازي وغوښتل شول او هغوی ته ښاري پلان او د شیدايي ښارګوټي نقشه توضیح کړل شوه. د بېرته راستنیدونکو استازو د تخنیکي هیئت له دغه تصمیم څخه هرکلی او ملاتړ اعلام کړ.

په دغې ناسته کې، د پهلوان پیري او رباط سرخ ساحو د امارتي املاکو له قطعاتو څخه ترتیب شوی راپور وړاندې شو او وروستی شو ترڅو مرکزي کمېسیون ته واستول شي. په همدې توګه د هغو دوسیو موضوع چې له مرکزي کمېسیون څخه مسترد شوې وې، بررسي شوه او په اړه يې تصمیم ونیول شو چې نیمګړتیاوې بشپړې او بیاځل مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

په دغې ناسته کې، د ګډو او مشاع ساحو چې تصفيې ته اړتیا لري د پېژندلو په اړه له مرکزي کمېسیون څخه ترلاسه شوي لیک، په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې مشاع او ګډې ساحې وپېژندل شي او مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS