د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې له ځینو ساحو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
Sat, Jun 10 2023 2:00 PM
.

د غور ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت دولتیار ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دوو کاري ورځو (د ذالقعدې ۱۶ او ۱۷) په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې خپل بررسۍ ترسره کړې.

دغه هیئت له سیمه ییزو مسؤلینو سره وکتل او د دغې ولسوالۍ د دعواو دوسیو په اړه يې له هغوی سره خبرې  وکړې.

ورپسې تخنیکي هیئت د یادې ولسوالۍ بېلابېلو ساحو ته ولاړ او د سیمه ییزو مقاماتو او د دعوا د لورو په حضور کې، تر دعوا لاندې ساحې مشاهده او بررسي کړې. هیئت د غې ولسوالۍ له اسکیچک څخه تر کوتل خرس پورې ساحه چې د کوچیانو او پشته نور سیمې د اوسیدونکو تر دعوا لاندې ده، د دواړو لورو سندونو په ساحه کې تطبیق کړل او شینیه سیمه کې د کرنې ریاست اړوند د ځنګلدارۍ ساحې هم تثبیت او جي پي اس کړې.

د دغه هيئت په دوه یمې کارې ورځ، د نور کوه سیمه تر دعوا لاندې ساحې بررسي شوې او د اشخاصو تر دعوا لاندې ساحې ولیدل شوې او په همدې توګه یاد شوي هیئت د دغې سیمې اړوند لامزروع او څړځای ځمکې تثبیت او تشخیص کړې. یاد شوي هیئت د غصب شویو ځمکو اړوند ځیني موضوعات د ولسوالۍ له مسؤلینو سره شریک کړل او هغوی ته یو لړ سپارښتنې هم وکړې.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS