د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
Tue, May 16 2023 1:58 PM
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د دوسیو، لیکوونو او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په  کې بحث او خبرې وشوې.

یاد هیئت په چمتال ولسوالۍ کې د یو شخص تر اجارې لاندې د ۵۰۰ جریبه ځمکې په اړه پریکړه وکړه چې د کرنې ریاست، د کادستر ټیم او اړونده ولسوالۍ ساحه نښاني کړي او هغه اصلي اجاره دار ته تسلیم کړي او چاپېره ځمکه یې هم په اجاره ورکړي.

دغه راز هیئت پریکړه وکړه چې د بلخ ولسوالۍ د ورشو کلي د اوسیدونکو ځمکې د ۱۰۰۰ جریبه امارتي ځمکې د تفکیک په منظور راتلونکې ورځ دغې ولسوالۍ ته سفر وکړي.

یاد هیئت یو شمېر عریضې او موضوعات بررسي کړل او پریکړه یې وکړه چې له موضوع سره سم له عارضینو، اړوندو ادارو او مقابل لورو څخه معلومات وغوښتل شي او ځیني نور موضوعات هم تعقیب شي. دغه راز له هیئت سره د موجودو سندونو په اړه پریکړه وشوه چې یاد سندونه په اړوندو ساحو کې تطبیق شي.

 د سخي آباد او فیض آباد کارتو مسوولین او استازي په سخي آباد کې د شنې ساحې د ۳۰ جریبه ځمکې د استرداد په تړاو د هغوی له سندونو سره جلب شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS