د لغمان او پکتیا ولایت د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
Tue, Jan 31 2023 3:03 PM
.

د لغمان او د پکتیا ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او یادو ولایتونو کې د یو شمېر غصب شوو ځمکو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه. دغه راز یادو هیئتونو په دغو ولایتونو کې د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه هم یو لړ لازم تصامیم ونیول شوو.

د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د راتلونکې ورځ له پاره پلان جوړ او پکښې پریکړه وشوه چې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت مخکني کمېسیون ته استعلام ورکړل شي ترڅو خپل ترلاسه شوي سندونه د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ته وسپاري.

.

په همدې حال کې، د لغمان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې د R2 ساحې په صنعتي پارک کې د ۲۹۲ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه بحث وشو او یو ټیم موظف شو ترڅو د غاصبینو شهرت او د غصب شوو کورونو شمېر مشخص کړي.

یاد شوي هیئت ددغې ساحې له څو تنو غاصبینو سره هم کتلي او له هغوی څخه يې سندونه غوښتي. هغوی هیڅ ډول سندونه نه درلودل او هیئت هغوی ته لارښوونه وکړه ترڅو ساحه ژر تر ژره تخلیه کړي.

هغوی خپل ستونزې له هیئت سره شریکې کړې او حاضر شوو چې د خپل په تصرف کې د ځمکو قیمت ورکړي. یاد شوي هیئت ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزه به له مشرانو سره شریکه کړي.

دغه هیئت د زنګوري د ۸۶ جریبه کرنیزې ځمکې په اړه هم پریکړه وکړه چې غاصب او مدعی شخص ولسوالۍ ته جلب شي او له هغه څخه ضمانت واخیستل شي چې پریادې ځمکې بې ځایه دعوا نه کوي او د اجاره دار د کښت او کار مخنیوي و نه کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS