پروان ولایت کې له ۵۵۰ جریبو څخه زیاته ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Sun, Jan 22 2023 1:37 PM
.

د پروان ولایت د ځمکې د غصب د مخنيوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت د بګرام ولسوالۍ لومړۍ او دوهمې برخې بررسي کړې او دغو سیمو کې امارتي ځمکې تثبیت کړې.

دغې بررسۍ کې، څو کادستري قطعې د بګرام ولسوالۍ لومړۍ او دوهمې برخه کې بررسۍ لاندې ونیول شوې او پایله کې ۵۵۴.۱ جریبه ځمکه  امارتي تثبیت شوه.

یادو قطعو کې خلکو کښت او کروندې جوړې کړي او کادستري سندونو کې د دولت د املاکو په نوم ثبت دي. دغه قطعې له شخصي قطعو سره پوله لري.

۱۸۰۰ ام قطعه د یو شخص د وارثانو لخوا غصب شوي چې ۳۵.۵۳ جریبه ځمکه پکې شامله ده. ددوو نورو قطعو ځمکې چې ۵۳.۹۹ جریبه پکې شامله ده هم د غاصبینو لخوا پر خلکو پلورل شوي دي.

دوه نورې قطعې د ۴۴.۷۳ جریبه ځمکې په مساحت سره د خروټو او نورو خلکو لخوا تصرف شوي او کښت پرې شوي دي. یوه قطعه نوره هم د ۴۱۹.۹۰ جریبه ځمکې په مساحت سره د غاصبانو لخوا غصب شوې او د کرنې له پاره له هغې څخه استفاده کیږي

په همدې حال کې د کندهار ولایت تخنیکي هیئت د عینو میني د ښارګوټي چارې تر بررسۍ لاندې ونیولې. ددغه ښارګوټي خدماتي چاري د افکو کمپنۍ لخوا په چټکتیا سره دوام لري دغې کمپنۍ د عینو میني بېلابیلو برخو کې سړکوونه، د کانالازیسیون سیستم او د اوبو ذخیرې جوړي کړي دي.

.

پر دې سربېره، د تخار ولایت د تخنیکي هیئت ناسته د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د مرکزي کمېسیون نوي لارښوونې او د تخنیکي کارونو څرنګوالی د هیئت غړو ته تشریح شو.

دغې ناسته کې، د اشخاصو د عریضو او د محکمو، د علماو د شورا او نورو ارګانونو له ریاستونو څخه ترلاسه شوو عریضو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

دغه راز یاده ناسته کې د ترلاسه شوو دوسیو، د خلکو د ملکیت د سندونو د ملاحظې په اړه بحث او د هغو له سوابقو سره سم قانع کوونکي او قانوني تصمیمونه نیولو په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS