زر جریبه ځمکه په خوست ولایت کې امارتي تشخیص شوه

hayat_admin
Wed, Nov 30 2022 9:19 AM
.

د ځمکي د غصب د مخنیوي د اقداماتو په لړۍ کې، د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخینویي تخنیکي هیئت په دغه ولایت کې د سیګۍ دښتې له سیمې څخه لیدنه وکړه او زر جریبه ځمکه یې امارتي تشخیص کړه.

یاد هیئت شنې قطعې ته لارښوونه وکړه چې هغه خلک چې له یادې ځمکې څخه استفاده کوي حاضر کړي ترڅو ثبت شي. دغه راز یادو غاصبانو ته استعلام ورکړل شو ترڅو هغه ته ځواب ورکړي. خوست ښار کې هم د ښاروالۍ اړوندو سیمو څخه چې د مارکیټ د مالکانو لخوا غصب شوي، لیدنه وشوه او د مارکیټونو مالکان د موضوع د بررسۍ په منظور هیئت ته وغوښتل شول

.

له بلې خوا په فاریاب ولایت کې د تخنیکي هیئت لومړۍ ناسته ترسره شوه او په هغې کې تصمیم ونیول شو چې غصب شوې سیمې او امارتي ځمکې د باصلاحیته هیئت لخوا تثبیت او د غاصبینو لیست جوړ او اړوندو مراجعو ته واستول شي.

1

د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت لخوا جوړ شوي تخنیکي ټیم د غصب شوو ځمکو د بررسۍ په منظور ددغه ولایت شتل ولسوالۍ ته سفر وکړ. یاد ټیم د شتل له ولسوال سره وکتل اود امیرالمومنین حفظه الله د فرمان په اړه یې نوموړي ته معلومات وړاندې کړل.

دغه هیئت د سړک او سیند په غاړه د غیر قانوني جوړ شوو هوټلونو او دکانونو له مالکانو سره وکتل او له هغوی څخه یې د شرعي او قانوني سندونو غوښتنه وکړه.

1

سربېره پر دې د قندوز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت لومړۍ ناسته ددغه ولایت د والي په ریاست او د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه. په دغې ناسته کې، د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله فرمان، موخې او ماده یې تشریح شوې.

د قندوز والي ددغه فرمان د بشپړ تطبیق په اړه ټینګار وکړ او له تخنیکي هیئت څخه یې وغوښتل چې د تطبیق په برخه کې یې عملي اقدامات ترسره کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS