د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ جریبه غصب شوې ځمکې په اړه بررسي پیلېږي

hayat_admin
Mon, Nov 28 2022 3:20 PM
.

د دوو تېرو ورځو په لړ کې د پروان، کابل، پنجشیر او پکتیکا ولایتونو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي هیئتونوخپل ناستې جوړې کړې.

د کابل ولایت تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې  په شکردرې ولسوالۍ کې د ۴۰۰۰ جریبه ځمکې د غصب په اړه څيړنه وشي او عملي کار پرې پیل شي. دغه راز په یاده ناسته کې پريکړه وشوه چې د ملاتره خیل ښارګوټي شمال او لویدیځ کې د پاتي کرنیزې ځمکي په اړه هم څېړنه وشي. دغه هیئت راتلونکې سه شنبه د هیئت عملي کار د غصب شوو ځمکو د تصفیې او تثبیت په منظور بګرامۍ ولسوالۍ کې پیلوي.

1

د پروان ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه چې له ټولو ادارو څخه د غصب شوو ځمکو او غاصبانو په اړه معلومات وغوښتل شي. دغه راز پریکړه وشوه چې یاد هیئت په بګرام ولسوالۍ کې د خم کلان سیمې له غصب شوو ځمکو څخه لیدنه وکړي. په دغې ناسته کې د نظامې قطعې، د غصب شوو ځمکو سندونو او د  عمل پلان د ترتیب په اړه تصمیم نیول شوی او د ناستو غړو ته مشخصې دندې وسپارل شوې.

..

د پنجشیر ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې پریکړه وشوه چې کاري تمرکز پر شتل ولسوالۍ زیات شي او نږدې ۳۰۰ جریبه غصب شوې ځمکه  چې هوټلونو او نور تاسیسات په کې شامل دي استرداد شي. دغه راز پریکړه وشوه چې تخنیکي ټیم شتل ولسوالۍ ته سفر وکړي او معلومات یې راټول او له سیمه ییزو خلکو سره دې همغږي وکړي ترڅو د تخنیکي هیئت د سفر زمینه برابره شي.

د  پکتیکا ولایت تخنیکي هیئت ناسته کې ددغه ولایت مرکز او ولسوالیو کې د غصب شوو ځمکو د تثبیت او تشخیص په منظور یو ۱۱ کسيزه کمېټه توظیفه شوه. دغه راز د اندړو او تاروخیلو قومونو ترمنځ د یو اندازې ځمکې په سر شخړې بررسې شوې او له مشرانو څخه یې سندونه وغوښتل شول او پریکړه وشوه چې تر هغه مهال چې یاد سندونه د هیئت لخوا بررسي کیږي، د شخړي لاندې ځمکې باندې هیڅ لوری د تصرف حق نه لري.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS