د داخلی پلټنې ریاست
د افغانستان داسلامي امارت دولت دعدلیې وزارت له داخلي ریاستونو څخه یویې دپلټنې (تفتیش) داخلي ریاست دی، دا ریاست د ۱۳۸۳ هـ.ل کال د وزیرانو دعالی شوری د (۸) ګڼې مصوبې پربنسټ د ۱۳۸۴هـ.ل کال په تشکیل کې رامنځته شو، دپلټنې (تفتیش) داخلي ریاست دعدليې وزارت دمحترم مقام له لوري دمنظور شوي پلان سره په همغګۍ خپلې کړنې پرمخ بیایی.
د پلټنې (تفتیش) داخلي ریاست د درې (۳) آمریتونو او یو (۱) اداري مدیریت لرونکی دی:
- دمفتیشینو (دپلټونکیو) د بورډ آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د شپاړس (۱۶) بستونو اود داخلې پلټنې د (۴) غړیو لرونکی دی.
 - دڅارنې اوکنترول آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د درې (۳) بستونو او څارنې اوکنترول د (۴) څلوروغړیو لرونکی دی.
 - د راپورونو دتحلیل او توحید آمریت: دا آمریت په خپل تشکیل کې د دوه (۲) بستونو اود راپورونو دتحلیل دبورد د(۴) څلورو غړیو لرونکی دی.
 - اداري مدیریت: دامدیریت پخپل تشکیل کې د مدیر او اداري مامور لرونکی دی.
 
د پلټنې (تفتیش) دداخلي ریاست موخې:
- دوزارت تراغېز لاندې له مالي او اداري اومسلکي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول.
 - دمسلکي، مالي او اداري چارو اغېزمن کنترول اوڅارنه.
 - ترلاس لاندې ادارو دترتیب شوی پلان تحقق اوڅرنګوالی.
 - دکنترول اوڅارنې له لارې دعامه شتمنیوساتنه.
 - د وزارت تراغېز لاندې ادارو دناقانونه بې اغېزې، بې ګټې او غلطو (ناسمو)کړنو پېژندنه او دنیمګړتیاو داصلاح (سمون) لپاره یې وړاندیز کول.
 
د داخلي پلټننې (تفتیش) د ریاست مهمې دندې:
- دپلټنې دپلان طرح اوترتیب .
 - دترتیب شویو پلانونو دتطبیق دپلټنې چارې ترسره کول.
 - دقانون دحکمونودښه تطبیق لپاره دلارښوونو، کړنلارو اولوایحو وضع کول.
 - دقانون د احکامو په نظر کې نیولو سره دادارې دعالی څېړنو او نورو لوړو بین المللي پلټونکیو ادارو معیارونه په نظر کې نیول.
 - دوزارت دواکمنو مقاماتو په لازم ګڼلو له اړتیا سره سم د راپورونو خپرول.