د ټولنو د ثبت لارښوود
ټولنې
ټولنې (اتحادیې او خیریه بنسټونه) د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو پل په حیث دي چې د اسلامي شریعت د حکمونو، نافذه تقنیني سندونو، کړنلارو، لایحو، د افغانستان اسلامي امارت پالیسۍ او اړوندې اساسانامې له مخې په بېلابېلو ټولنیزو، صنفي، تخصصي او حرفوي برخو کې اړین او ارزښتناک رول لوبوي.
«د افغانستان اتباع کولای شي د مادي او معنوي موخو تامین په منظور د اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۶/۲۹ نېټې له ۲۱ ګڼه کړنلارې سره سم ټولنه جوړه کړي.»
دغه راز د ټولنې اصطلاح تبیین شوې: «ټولنه: د حقیقي او حکمي اشخاصو ټولنیز، غیرسیاسي او غیر انتفاعي جوړښت دی چې په کې (اتحادیې او ټولنیز بنسټونه چې د حرفوي، صنفي او تخصصي موخو له پاره د حکمي شخص په حیث جوړیږي.»
د یادولو وړ ده چې بنسټونه (اتحادیې او خیریه بنسټونه) د ټولنې تر عنوان لاندې له عدليې وزارت څخه د خپل د فعالیت جواز ترلاسه کړي او د بېلابېلو عالي او با کیفیته خدماتو وړاندې کولو په برخو کې، له دې جملې له بې وزلو اشخاصو او کورنیو سره د مرستې او همکارۍ، پوهاوي ورکولو او په شفاف او ځواب ویلو ډول د خپلو غړو د ستونزو لري کولو په برخو کې د پام وړ لاسته درلودلې دي.
د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د ټولنو او ټولنیزو بنسټونو د چارو ریاست په مرکز او ولایتونو کې د فعالو ټولنو (اتحادیو او خیریه بنسټونو) د سندونو لست په خلاصه توګه وړاندې کیږي.
د ټولنو د ثبت غوښتنې لپاره لارښوود:
الف: دا کړنلاره د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۳/۴/۲ نېټې د (۹) ګڼه مصوبې (۱۰) بند له مخې وضع شوې ده.
ب: دا کړنلاره د اتحادیو او خیریه بنسټونو اړوند فعالیتونو لپاره د (اتحادیو او خیریه بنسټونو) تنظیم او نظارت په موخه وضع شوه.
ج: په دې کړنلاره کې لاندني اصطلاحات لاندې مفاهیم افاده کوي.
۱- اتحادیه: د حقیقي او حکمي اشخاصو داوطلبانه ټولنه ده چې د دغې کړنلارې د حکمونو مطابق د ګډو مشروع او تخصصي، صنفي او حرفوي موخو لپاره رامنځته کېږي.
۲- خیریه بنسټ: د حقیقي اشخاصو هغه ټولنه ده چې د خیریه او ټولنیز پرمخ وړلو موخو لپاره رامنځته کېږي.
د: د انسجام اداره: د اسلامي شریعت د حکمونو او د افغانستان اسلامي امارت د اصولو مطابق او د اتحادیو او خیریه بنسټونو د ګټو رامنځته کولو لپاره رامنځته شوې ده.
ه: د اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جواز صدور او تمدید په لاندې توګه ترسره کېږي.
۱- د عدلیې وزارت د انسجام اداره هغو داوطلبانو ته جواز ورکوي چې په دې کړنلاره کې یې درج شوي شرایط بشپړ کړي وي. د اتحادیو او خیریه بنسټونو جواز دریو کلونو لپاره د (۱۰۰۰۰) زرو افغانیو په بدل کې د عدلیې وزیر له لاسلیک څخه وروسته صادریږي.
۲- د اتحادیو او خیریه بنسټونو د فعالیت جواز له ټاکل شوې مودې د (۳۰) ورځو له تېرېدو څخه وروسته د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې د دریو نوورو کلونو لپاره تمدیدیږي.
و: د اتحادیو او خیریه بنسټونو غړي او مسؤولین باید لاندې مواصفات ولري.
۱- د (۱۸) کلنۍ عمر یې بشپړ کړی وي.
۲- نیک شهرت او سالمه فکر ولري.
۳- د نظام په ضد موخې و نه لري.
۱- غوښتونکی د ټولنې د ثبت له پاره په چاپ شوې عریضه کې خپله غوښتنه د عدليې وزارت د مقام تر عنوان لاندې وړاندې کوي.
۲- د اداري پړاوونو له تېرولو څخه وروسته د ټولنو د سندونو د ثبت مامور او په ولایتونو کې د انسجام آمریت له لوري غوښتونکي ته (د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د مالي چارو مسؤولینو د شهرت) تر عنوان لاندې درې جدولونه ویشل کیږي.
۳- د بنسټ ایښودونکو غړي لږ تر لږه (۱۰) تنه دي چې له دغو (۱۰) تنو څخه درې تنه د مدیره هیئت په عنوان او درې تنه د مالي مسؤولینو په حیث ټاکل کیږي.
۴- غوښتونکی مکلف دی چې د بنسټ اېښودونکو، مدیره هیئت او د ټولنو د مالي مسؤولینو شهرت په دقیق ډول او جلا جدولونو کې درج کړي او د تابعیت رنګه تذکرې او د ټولنې نښان له تشریح سره یوځای په کمپیوټري بڼه د رئیس، مرستیال او منشي په مشخص کولو سره د ټولنو د ثبت مامور او په ولایتونو کې د انسجام آمریت اداري برخو ته وړاندې کړي.
۵- غوښتونکی مکلف دی په دقیق ډول د بنسټ اېښودونکو د غړو د اړیکې شمېره، د سن تثبیت، د پېژندپاڼې شمېره، د ثبت شمېره، پاڼه، ټوک په جدولونو کې ولیکي.
۶- د پېژندپاڼې او لاسلیک د تطبیق په منظور د بنسټ اېښودونکو د غړو حضور؛ په مرکز کې د ټولنو د چارو په ریاست او د ولایتونو د عدليې ریاست د انسجام لوی مدیریتونو او امریتونو کې حتمي دی.
۷- غوښتونکي مکلف دي چې د جواز ترلاسه کولو له پاره د (سیاسي، انتفاعي، انحصاري، ملي او نامانوس (نا اشنا)) کلمو د عنوان غوره کولو څخه ډډه وکړي.
۸- د بررسۍ بورډ مکلف دی چې له غوښتونکو سره په تفاهم کې په روښانه، څرګنده او معنا لرونکي ډول عناوین او موخې د جغرافیایي محدودې په یادولو سره غوره کړي.
۹- هغه غوښتونکي چې غواړي عام شموله او هر اړخیز بنسټ جوړ کړي لږ تر لږه د افغانستان له (۱۸) ولایتونو څخه په بنسټ کې د بنسټ ایښودونکي غړي ولري چې د همدې ولایت اصلي او اوسنی سکونت ولري.
۱۰-هغه غوښتونکي چې تخصصي بنسټ ثبتوي، لږ تر لږه د موضوع اړوند د لیسانس تر کچې تحصیلي سند ولري.
۱۱-د ټولنې اساسنامه سره له لوګو او د هغې تشریح چې د ټولنې مشخصه پته په کې وي لازمي ده.
۱۲- د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه مخکې د ټولنې د دفتر وسایلو او تجهیزاتو لپاره د ټولنو چارو ریاست له خوا موظف او تخصصي هیئت ترتیب او منقول او غیر منقول اموال ثبتوي.
۱۳- د خیریه بنسټونو د جواز غوښتونکي مکلف دي چې د اړوندې ټولنې په بانکي حساب کې د ضمانت په توګه لږ تر لږه (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زره افغانۍ ولري.
۱۴- د تشخصیه نمبر (ټي آی ان) ترلاسه کولو په منظور د مالیې له ادارې څخه د رئیس، مرستیال او ټولنې په نوم د استعلام وړاندې کول.
۱۵- د کورنیو چارو وزارت د جنايي څېړنو ادارې له خوا د بنسټ اېښودونکو غړو په جنایت او د مدني حقوقو په محرومیت د نه محکومیت په موخه د استعلام وړاندې کول.
۱۶- د اتحادیو او خیریه بنسټونو د جواز غوښتونکي د دغې کړنلارې له مخې مکلف دي چې لاندني شرایط ولري.
- اتحادیه: د حکمي اشخاصو د ټولنې تشکل ده، له ځان سره لږ تر لږه ۱۰ رسمي جوازلیکونه چې له دولتي ادارو څخه اساسنامه لري ولري.
- خیریه بنسټ: د حقیقي اشخاصو هغه داوطلبانه ټولنه ده چې لږ تر لږه ۱۰ بنسټ ايښودونکي غړي ولري.
نوټ:
د ټولنې د جوازلیک غوښتونکي مکلف دي چې لاندني موارد په پام کې ولري:
- غوښتونکي مکلف دي چې د فعالیت د جواز ترلاسه کولو څخه مخکې د ټولنې د چارو موظف استازي ته چې رسماً د استعلام له مخې د ثبت په غرض توظیف شوی په لیکل شوي بڼه د ټولنې د دفتر د ځای، د دفتر د ادارې وسایلو او منقول او غیر منقول ملکیتونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړي.
- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د کړنلارې په اساس په ربعوار او کلني ډول خپل فعالیتونه، منقول او غیر منقول ملکیتونه او عواید او لګښتونه د ۳ میاشتو په ترڅ کې له ځانګړي فارمټ سره سم په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.
- د فعالیت جواز لرونکي مکلف دي چې د جوازلیک د تمدید په مهال په مرکز کې د عمومي انسجام ـ د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریتونو ته د فعالیت د جوازلیک اصل، په جلا توګه د ۳ کلونو د فعالیتونو راپور، د بنسټ ایښودونکو د دوه پر دریمې برخې په اکثریت د مجمع عمومي پریکړه، د جنایت د نه محکومیدو په اړه دکورونیو چارو وزارت د څېړنو د ادارې استعلام او د خپل مالیاتي وجایبو لیک وړاندې کړي.
- کله چې په بنسټ ایښودونکو او مدیره هیئت کې بدلون رامنځته شي، ټولنیز بنسټونه مکلف دي د ۱۰ ورځو په اوږدو کې په دې هکله په لیکل شوي بڼه خبر چې په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې د عدليې ریاست د انسجام آمریت ته وړاندې کړي.
- د ټولنې د فعالیت جوازلیک له درې کلونو څخه وروسته تمدیدیږي.
- د فعالیت جواز لیک وروسته له هرو ۳ کلونو د اعتبار له پای ته رسیدو څخه ۳۰ ورځې وړاندې د (۵۰۰۰) افغانیو په بدل کې نوی کیږي.
- جوازلیک په هغه صورت کې نوی کېږي چې ټولنې په خپلو فعالیتونو کې د ټولنو د کړنلارۍ حکمونه، اسلامي شریعت او د اسلامي امارت پالیسي او اساسنامه نه وي نقض کړې.
- کله چې د فعالیت جوازلیک د شپږو میاشتو په ترڅ کې نوی نه شي، د ټولنې نوم د ثبت له دفتر څخه پاکیږي.
- وروسته له دې چې د ټولنې نوم د ثبت له دفتر څخه پاک شي وغواړي چې خپل فعالیت ته ادامه ورکړي د ټولنې د قانون له حکمونو سره سم دې د ثبت له پاره بیاځلې د عدليې وزارت ته وړاندیز وکړي.
- کله چې له ټولنې څخه د فعالیت جوازلیک ورک شي په یوې ټولنیزې رسنۍ کې له اعلان څخه وروسته د یادې ټولنې د فعالیت جوازلیک د (۱۰۰۰۰) افغانیو په بدل کې د پاتې مودې له پاره ورکول کیږي.
- کله چې د ټولنې د بنسټ ایښودونکو غړو ترمنځ اختلاف رامنځته شي په لومړي ګام کې دې رامنځته شوی اختلاف خپلو ترمنځ د خبرو له لارې حل کړي؛ که چېرې اختلاف حل نه شي موضوع دې په لیکل شوي بڼه په مرکز کې د ټولنو د چارو ریاست او په ولایتونو کې دې د عدليې ریاستونو ته وړاندې کړي او که چېری د هغوی قناعت ترلاسه نه شو، د ټولنې د اختلاف د حل په منظور دې رامنځته شوې قضیه تر ټولو نږدې اړوندې محکمې ته ارجاع کړي.
- کله چې ټولنه د قانون او د اسلامي امارت پالیسۍ له مخې لغو شي، وسایل يې مماثل بنسټ او یا د عدلیې وزارت ته سپارل کیږي.
د ټولنې اړوند سندونه:
نمونه ارائه گزارش سالانه جمعیت ها
ورق ثبت و طی مراحل جوازنامه جمعیت
د لا زیاتو معلوماتو له پاره د انسجام لوی ریاست د ټولنو د چارو ریاست د اداري او ډیټابیس مدیر حلیم «شمس» سره اړیکه ونیسۍ.
د اړیکې شمېره: ۰۷۸۱۳۱۲۳۸۶
بریښنالیک: Halimahmadi11@gmail.com