د قانون جوړونې او د علمي ـ حقوقي څېړنو د لوی ریاست کاري بهیر

د ا.ا.ا د عدلیې وزارت د قانون جوړونو او علمي ­ـ حقوقي څېړنو په برخه کې په لاندې ډول دندې او صلاحیتونه لري:

  • د قوانینو له حکمونو سره سم د تقنیني سندونو تسوید.
  • د عدلیې وزارت او نورو دولتي ادارو له لوري وړاندې شوي قوانین د پړوانو تېرولو له پاره د قوانینو د طرحو، تقنیني فرمانونو، مقررو، اساسنامو تدقیق او په هغو کې تعدیل، ایزاد، حذف، الغا او د ضمیمې  له پاره وړاندې کول.
  • د قانون جوړونې او علمي ـ حقوقي څېړنو د اساسنامې له مخې د کاري پلان جوړول او ترتیبول او د هغه تطبیق.
  • د هېواد د حقوقي نظام د تکامل په منظور د تقنیني سندونو د پړاونو بشپړولو وړاندیز.
  • د قوانینو جوړولو د چارو په برخه کې علمي-حقوقي څېړنې ترسره کول.
  • د ا.ا.ا قوانینو سره سم د نړیوال حقوقي پریکړه لکیونو، مقاولو، معاهدو او نړیوالو میثاقونو (کنوانسیونونو) په اړه نظر ورکول، وړاندې له دې چې لاسلیک یا له هغو سره الحاق شي.
  • د دولتي وزارتونو او ادارو د غوښتنې پر اساس هغوی ته قانوني مشورې وړاندې کول او تقنیني سندونه توضیح کول.
  • د دولتي ادارو او وزارتونو په  غوښتنه د هغو اړوندو مسوولینو له پاره د تقنیني سندونو د مسودې د طرحې له پاره لارښوونې ورکول.
  • د حکومت له تایید څخه وروسته ملي شورا ته د قوانینو د طرحي معرفي کول.
  • د تقنیني فرمانونو، د قوانینو د طرحې په هغو کې  تعدیل، ایزاد او ضمیمه په اړه توضیحات چې ملي شورا ته وړاندې کیږي.  
  • د رییس الوزرا له لوري نورې ورکړل شوي دندې.

یادې شوې دندې د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنو د انستېتوت لوی ریاست له لوري پرمخ وړل کیږي.

د عدليې وزارت د قانون جوړونې د چارو او علمي-حقوقي څېړنې د انستېتوت لوی ریاست د دغه وزارت له مسلکي ریاستونو څخه یو ریاست دی، او  د تقنیني سندونو او د رسمي سندونو د تصدیق ، نړیوال قوانین او د بشر حقونو، سوداګریز قوانین او خصوصي سکتور، د کار او ادارې قوانین، تعلیمي، فرهنګي او روغتیایي قوانین، اقتصادي او مالي قوانین، جزایي قوانین، مدني قوانین، مطالعې، د قوانین تشریح او زده کړې او د قوانینو د تسوید کمېټې څانګې لري. یادې شوې برخې، اړونده تقنیني سندونه د تقنیني پلان پر اساس او د قانون جوړولو د اړتیا پر اساس، طرحي يې تدقیق او له پړاونو تېریږي.

دغه راز یاد ریاست د قانون جوړونې برخه کې علمي او حقوقي څېړنې کوي او د نورو هېوادونو قوانین د اړتیا په صورت کې داخلي تقنیني سندونو کې د استفادې په منظور، د هېواد رسمي ژبو ته ژباړي.

د تقنیني سندونو د پړاونو تېرولو مرحلو کې  د تسوید، تدقیق، تایید، تصویب، توشیح او په رسمي جریدې کې د تقنیني سند خپرول شامل دي، چې د تقنیني سندونو د پړاونو د تېرولو پړاونو په اساس دي چې هر پړاو یې په لاندې توګه تشریح کیږي.

تسوید: د تقنیني سند لیکل دي. د تقنیني سند د لومړنۍ طرحې لکیل د اړوندو ادارو پر غاړه دي؛  خو ځینو برخو کې د عدليې وزارت هم د تقنیني سندونو طرحې جوړوي.

تدقیق: د شکل او محتوا له نظره د اصطلاحاتو، کلماتو، عبارتونو، جملو او د تقنیني سند د لومړنې طرحې د حکمونو ارزونه او د اسلامي شریعت له حکمونو سره د عدم مخالفت ډاډګیرنه او د هېواد له اساسي قانون، نورو نافذ شوو قوانینو، معاهدو او نړیوالو میثاقونو او د ټولنې له سالم عرف سره د هغو مطابقت.

تایید:  هغه تصمیم دی چې له وخت سره سم د تقنیني سند د بل پړاو تېرولو په اړه د قوانینو د کمېټې یا د حکومت لخوا نیول کیږي.

تصویب: هغه تصمیم دی چې د اړونده مرجع له لوري د تقنیني سند د طرحې تایید او یا د رد له پاره نیول کیږي.

توشیح:  د رییس جمهور تایید کول (لاسلیک) د فرمان په ذریعې دی چې د قانون، تقنیني فرمان د تنفیذ او هغو کې د تعدیل، ایزاد، حذف، الغا‌ء، تعلیق او د ضمیمي په اړه صادر شوی وي.

خپرول: رسمي جریده کې د تقنیني سند او د نشر وړ نور سندونه چې د تقنیني سندونو د پړاونو تېرولو قانون کې مندرج وي.

د تقنیني سندونو د موادونو تطبیق د اړونده مراجعو دنده دی او د عدلیې وزارت یواځې د خپل کاري ساحې اړونده تقنیني سندونه تطبیقوي.