د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځې یې دوام وکړ د جمادي الأولی د مياشتې په ۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د برنامې په پيل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس، مفتي رحمت الله حليم ګډونوالو ته د برنامې موخې تشريح کړې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي نظام ته خدمت هغه مهال ارزښت پیدا کوي، چې پاک نیت، اخلاص، صداقت، امانتدارۍ او د مسئولیت په احساس کولو ترسره شي.
دغه راز نوموړي ټینګار وکړ چې د شفافیت د تامین او عامه شتمنیو د ساتنې او د ادارې د موخو د تحقق په برخه کې له هېڅ ډول هڅو او همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
همداراز په دې برنامه کې د عدلیې وزارت د مقام مشاور، شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق د برنامې ګډونوالو ته د دعوت او اخلاص په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې هر مسئول باید خپلې کاري چارې په بشپړ اخلاص سره ترسره کړي.
په دې برنامه کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولايتي آمریتونو ۴۵ تنو مسلکي غړو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه او حکمونه هغوی لپاره تشریح شول او د عامه پوهاوي د مبلغینو وظیفې او مسئولیتونه، د مبلغ اخلاق او آداب، د وزارتونو او ادارو ترمنځ د عامه پوهاوي د برنامو تطبیق او همغږي، «په اسلامي شریعت کې د ښځو حقونه» رساله او د اداري مراسلاتو په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظمه او دوامدره توګه دغه ډول برنامې جوړوي.
