د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ د ربیعالآخر د مياشتې په ۲۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د برنامې په پيل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس، مفتي رحمت الله حليم ګډونوالو ته د برنامې موخې تشريح کړې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي نظام ته خدمت هغه مهال ارزښت پیدا کوي، چې پاک نیت، اخلاص، صداقت، امانتدارۍ او د مسؤولیت په احساس کولو ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خدمت موخه یوازې د دندې ترسره کول نه دي، بلکې د الله تعالی رضا ترلاسه کول، د عدالت تأمین او د مظلومانو لاسنیوی او ملاتړ هم د خدمت له مهمو موخو څخه دي.
همدارنګه د حقوقي مرستو رئیس مفتي احمد ضيا خبیب، اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان خلکو ته د خدمت په برخه کې باید لا زیاته پاملرنه وشي. نوموړي په راتلونکي کې د ورته برنامو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست او ولايتي آمریتونو د حقوقي مساعدينو ۴۰ تنو مسلکي غړو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې.
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.
