په کابل کې په تېره یوه میاشت کې څه باندې ۱۱ زرو کسانو ته حقوقي پوهاوی ورکړل شوی دی

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۴۸
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست، په مرکز کابل ښار کې د روان کال د محرم الحرام د میاشتې په اوږدو کې د ۴۱ برنامو په جوړولو سره ۱۱ زره او ۴۰۲ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی دی.
د یادو برنامو په ترڅ کې چې د بېلابېلو ناحيو په مدرسو، ښوونځیو، تعليمي حوزو او د پوليسو په امنيتي حوزو کې ترسره شوې، ګډون والو ته د شکمن او تورن د حقونو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقونو، د نشه يي توکو او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی دی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو د څانګې مسلکي غړو د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ویلي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقونو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS