د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
.

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» د برنامې په چوکاټ کې وړاندې شوې.

دا برنامه نن سې‌شنبه، د صفر المظفر د میاشتې په ۱۳مه نېټه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د اسلامي امارت د مسؤولینو او رسنیو په شتون کې ترسره شوه. په دې برنامه کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند، محترم مولوي ذبیح الله مجاهد د دیني او کلتوري ارزښتونو د ترویج، عدالت او قانون په برخو کې د شپږو امارتي ادارو مهمې لاسته راوړنې وړاندې کړې.

نوموړي په دې برنامه کې وویل چې، عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې ۱۳۷ تقنیني سندونه طرحه، تسوید، تدقیق او فقهي تخریج کړي او ۲۴ عنوانه تقنیني سندونه چې قانون، اصولنامه، فرمان، طرزالعمل او ضمیمې په‌کې شاملې دي په رسمي جریدو کې چاپ او خپاره کړي او د خلکو د لاسرسۍ وړ ګرځول شوي دي.

د ۳۱ میثاقونو، پروټوکولونو او د نړیوالو معاهداتو، تفاهم‌لیکونو او قراردادونو د مسودو په اړه نظر ورکول، د قوانینو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمانونو، حکمونو او لارښوونو د سلګونو زرو ټوکو ټولګو چاپول، د عامه شتمنیو اړوندو ۶ زرو قضیو څخه دفاع، د مدافع وکیلانو د ۳۴۷ نویو جوازونو وېش او د ۱۸۵۵ جوازونو تمدیدول، د خیریه بنسټونو او اتحادیو د فعالیت ۲۶۰ جوازونو وېش او د معاملاتو لارښوونې او عریضه لیکنې د دفترونو څه‌باندې ۱۱ زرو جوازونو وېش په تېر یوه کال کې د عدلیې وزارت له مهمو لاسته راوړنو څخه وو.

همدارنګه دغه وزارت په دې موده کې په محکمو کې د بېوزلو تورنو او شکمنو له حقونو څخه دفاع کړې او د عدلیې وزارت حقوقي مساعدینو په ۱۹۴۸ قضایي غونډو کې د هغوی له حقونو څخه د دفاع په موخه ګډون کړی دی. عدلیې وزارت د هېواد نږدې ۱۹۰۰ تنو وګړو ته چې نارینه او ښځینه په‌کې شامل دي، وړیا حقوقي مشورې هم ورکړي او هم یې ۶۳۰ زره تنو هېوادوالو ته د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړ کړي او هغوی یې له خپلو حقونو خبر کړي دي.

په دې برنامه کې د اسلامي امارت مرکزي ویاند د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مهمې لاسته راوړنې هم وړاندې کړې. هغه وویل چې دې کمېسیون په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد په کچه له ۲ میلیونو او ۴۴ زره جریبو څخه زیاته غصب شوې امارتي ځمکه تثبیت کړې ده.

همداراز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په دې موده کې د څه باندې ۹۴۹ زره او ۶۶۴ جریبه غصب شوې امارتي ځمکې په هکله د استرداد پرېکړه صادره کړې ده. د ۳۳ ښارګوټو په اړه د استرداد پرېکړې صادرول او د راتلونکو پړاوونو تېرولو لپاره د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو د رسیدګۍ اختصاصي محکمو ته د هغو استول او د متصرفینو د نه‌ قناعت له امله دغو محکمو ته د ۱۱۹ نورو قضیو سپارل، په ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS