د عدلیې وزارت مسلکي معین د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۲:۰
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۷مه نېټه د دوشنبې په ورځ بادغیس ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د بادغیس د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو ته هم اشاره وکړه.

همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د بادغیس د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د یاد وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د د دغو ریاستونو د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS