د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په جوزجان ولایت کې څه‌باندې ۳۶۷ زره جریبه څړځای تثبیت کړ

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۰:۱۰
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په جوزجان ولایت کې د سلګونو زرو جریبو ځمکو په بررسۍ سره، د یاد ولایت په کچه څه‌باندې ۳۶۷ زره او ۵۷۳ جریبه د څړځای (عامه مرعی)ځمکه تثبیت کړه.

دا عامه څړځایونه د جوزجان ولایت په مرکز، شبرغان ښار او شپږو ولسوالیو کې چې خواجه دوکوه، خانقاه، قوشتپه، آقچه، فیض آباد او درزآب په کې شامل دي، موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي له لوري تر بررسۍ لاندې نیول شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې له مخې تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.

د یادو څړځایونو له مجموعې څخه ۹۳.۷۴ سلنه یې چې څه‌باندې ۳۴۴ زره جریبه کېږي د څړځای په حالت کې پاتې او ۲۳ زره جریبو یې طبیعي بڼه له لاسه ورکړې او د خلکو له لوري په للمي او آبي (اوبه‌لرونکو) کرنیزو ځمکو او هستوګنیزو کورونو تبدیل شوي او یا نور تصرفات په‌کې شوي دي.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۳ مادې پر بنسټ، پر عامه څړځایونو تېری او په کرنیزو ځمکو د هغو بدلول، په هغو کې د سرپناه (کور) جوړول او په مرعی ځمکو کې هر ډول نور تصرفات منع دي. د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی مؤظف شوی چې د اصولو په پام کې نیولو سره، د هغو مرعی ځمکو په هکله چې له طبیعي حالت څخه وتلي، د حل لارې چارې ولټوي.

د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له‌خوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر پای ته رسېدو سره، یاد شوي څړځایونه د ځمکو په بانک کې ثبت کېږي.