په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۳:۳۱
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌سې‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په درېیمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل او په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱ دفتر د غیرقانونی فعالیت له امله وتړل شو.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې هم مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۴
Background image

د عدلیې وزیر د مسؤولینو په صادقانه کار او مسؤولیت منلو ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دې وزارت د رهبرۍ شورا په ناسته کې د عدلیې وزارت د مسؤولینو په مسؤولیتمنلو، صادقانه خدمت او په خپل وخت د کاري چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۲ خیریه بنسټونو او ۲ اتحادیو دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د میاشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په بېلابېلو ساحو کې له یو شمېر خیریه بنسټونو او اتحادیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

په کابل ښار کې ۴ دارالوکالې وتړل شوې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په درېيمه ناحیه کې د ۲۲ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

BACK TO NEWS