د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه واخیستل شوه؛ د مدافع وکيلانو خدمتونه ولسواليو ته پراخېږي

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۴:۲
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینه د دفاع وکالت د جواز د سلګونو تنو متقاضیانو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې واخیسته.

دا ازموینه د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر، د قانون جوړونې د چارو عمومي ریاست مرستیال، محترم شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق، د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه او د یاد وزارت د نورو مقاماتو او مسئولینو په حضور سره واخیستل شوه.

د عدليې وزارت مسلکي معين د دې ازموينې په پرانيستې کې په خپله وينا کې غوښتونکو ته د بریالیتوب د هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل چې دغه ازموینه د مظلومانو له حقونو څخه د دفاع لپاره ټولنې ته د مسلکي، وړ او لایقو کسانو د وړاندې کولو په موخه اخیستل کېږي.

نوموړي څرګنده کړه چې د دفاع وکالت د جواز غوښتونکي په بریالي توب سره د ازموینې له تېرولو او د فعالیت د جواز له ترلاسه کولو وروسته د عدلیې وزارت او د نظام استازي ګڼل کېږي. هغه له متقاضیانو څخه وغوښتل چې د دفاع وکالت د جواز له ترلاسه کولو وروسته له مراجعینو او محکمو سره ښه چلند ولري او د عدلیې وزارت او نظام څخه ښه استازیتوب وکړي.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر مدافع وکیلانو ته توصیه وکړه چې له دې دندې څخه یې نیت د پیسو پیدا کول نه وي، ځکه چې له دغو ټولو زده کړو، تحصیل او مشقاتو سره مادیات یوه ډېره کوچنۍ موخه ده؛ بلکې موخه یې باید هغو خلکو ته خدمت وي چې نه‌شي کولای له خپل حق څخه دفاع وکړي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې په ولسوالیو کې د ابتدائیه محکمو موجودیت، خو په هغو کې د مدافع وکیلانو لږ فعالیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د عدلیې وزارت مکلف شوی چې د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د مدافع وکیلانو فعالیت پراخ کړي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت په ولسوالیو کې د مدافع وکیلانو د فعالیت د پراختیا لپاره لازم ترتیبات نیولي دي او د دغې ازموینې د نمرو پر بنسټ به یو شمېر غوښتونکي په ولسوالیو کې د فعالیت لپاره پر شرایطو برابر وپېژندل شي.

د دفاع وکالت په دې ورودي ازموینه کې ۶۹۵ تنه غوښتونکي پر شرایطو برابر پېژندل شوي چې په ازموینه کې د برياليتوب او د نورو پړاوونو له بشپړولو وروسته به هغوی ته د دفاع وکالت جوازونه وویشل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS