د ارزګان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو د مسئولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۲۸
.

 د ارزګان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي خیرالله حق‌نماء د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۱مه نېټه، د سې‌شنبې په ورځ، د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسئولینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

د دې ناستې په ترڅ کې چې د عدلیې ریاست یو شمېر نورو مسئولینو هم ګډون درلود، د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې خپل فعالیتونه د اصولو او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې ترسره کړي.

همدارنګه نوموړي د کورونو د کرايو د کنټرول په تړاو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې د کرایې د کنټرول له کمېټې سره لازمه همغږي وکړي، ترڅو د خلکو ستونزې حل شي.

په ورته مهال، د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصدیانو هم په دې ناسته کې خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د عدلیې ریاست مسئولینو له لوري د ستونزو د حل او لازمو همکاریو په برخه کي ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS