په پکتیا ولايت کې د معاملاتو لارښوونې د څلورو دفترونو تړل کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲
.

 د پکتیا ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د دغه ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د ذوالقعدې د مياشتې په ۵مه نېټه د ‌چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی او د هغو رسمي سټې بررسي شوې چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

د کورونو د کرایې کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۶
Background image

د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه ترسره شوه

 د عدلیې وزارت د کارکوونکو د زده‌کړه‌ییزو اړتیاوو د ارزونې برنامه د ربیع‌الاول د میاشتې په ۲۴مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه وزارت د رئیسانو او کارکوونکو او د ملکي خدمتونو انستیتوت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځم. . .

BACK TO NEWS