د لاس پلورونکو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيم
الحمد لله رب العٰلمين والصلوٰة والسلام على سيد المرسلين و على آله و أصحابه أجمعین.
د لاس پلورونکو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان
ګڼه: )۲۱(
نېټه: ۱۴۴۷/۹/۵ هـ.ق
د ښاري بې نظمۍ او ګڼه ګوڼې د مخنيوي او د لاس پلورونکو د چارو د تنظیم په موخه لاندې مراتب منظوروم:
لومړۍ ماده:
ټولې ښاروالیانې مکلفې دي، د ښاري طرحو او د ښاري طرحې جوړونې د معیارونو په پام کې نيولو سره، په ښارونوکې د لاس پلورونکو چارې د دې فرمان له حکمونو سره سمې تنظیم کړي.
دوهمه ماده:
(۱) ښاروالیانې په ښارونو کې د لاس پلورونکو د چارو د تنظیم په برخه کې لاندې وظيفې لري:
۱- د لاس پلورونکو لپاره د ښارونو په مختلفو ساحو کې له اړوندو ادارو سره په همږغۍ د فعالیت د زمينې برابرول؛
۲- د لاس پلورونکو لپاره د ځانګړو ځايونو مشخص کول او د اړتیا په صورت کې يې ځای بدلول، البته چې پلور يې متضرر نه شي؛
۳- د لاس پلورونکو د فعالیت لپاره په مشخص شويو ساحو کې خط اندازي او د هر لاس پلورونکي لپاره د مشخصې اندازې ځای ټاکل؛
۴- د لاس پلورونکو لپاره د غرفو، تختونو او کاري مېزونو د طرحې (نقشې) برابرول؛
۵- د اړوندو ادارو په همږغۍ په ناحیو کې د لاس پلورونکو فعالیت ته په کتو د هغوی ثبت او ثبت شویو لاس پلورونکو ته په وړیا توګه د پېژندګلوۍ کارتونو جوړول او وېشل؛
۶- د لاس پلورونکو د ثبتولو لپاره د معلوماتي زېرمې (ډیتابېس) رامنځته کول او د هغوی مکمل شهرت، د فعالیت ډول او د فعالیت ساحې (د GPS نقطې) ثبتول؛
۷- د لاس پلورونکو له لوري د تاریخ تېرو او ممنوعه توکو د خرڅلاو او په ممنوعه سيمو کې د فعالیت او د لاس پلورونکي د پېژندګلوۍ کارت د نه لرلو د مخنیوي په منظور، له اړوندو ساحو څخه دوامداره نظارت کول.
(۲) ښاروالیانې مکلفې دي، د لاس پلورونکو د لا ښه ترتیب او تنظیم په منظور داسې فرصت برابرکړي چې هر سل لاس پلورونکي یو تن د خپل استازي په توګه وټاکي او ښاروالۍ ته يې معرفي کړي، البته ټاکل شوی شخص يوازې د هغوی استازی دی نه قراردادي.
(۳) ښاروالیانې نه شي کولای، د دې مادې د (۱) فقرې په ۴ جزء کې د ذکر شوې طرحې (نقشې) په مقابل کې له لاس پلورونکو څخه پیسې واخلي، بلکې یاده طرحه (نقشه) دې د دې فرمان له حکمونو سره سم کارت لرونکي لاس پلورونکي ته په اختیار کې ورکړي او په خپله دې د غرفو، تختونو او کاري مېزونو له جوړولو او خرڅولو څخه ډډه وکړي.
درېیمه ماده:
(۱) د ښارونو لاس پلورونکي لاندې مکلفیتونه لري:
۱- ښاروالیو ته د اړوندې برېښنايي پېژندپاڼې نقل او د موبایل د فعالې شمېرې سپارل او د لاس پلورونکو د پېژندګلوۍ کارت ترلاسه کول؛
۲- د ښاروالیو له تأیید شوې طرحې او مشخصاتو سره سم د خپلې غرفې، تخت یا کاري مېز جوړول او د اړوندې ساحې د نظافت مراعتول؛
۳- په مشخص شوي ځای کې د فعالیت ترسره کول او د مشخص شوي ځای د پرېښودلو په صورت کې اړوندې ښاروالۍ ته په لیکلي ډول خبر ورکول؛
۴- د مشتريانو د جلبولو لپاره د لاوډسپېکرونو له کارولو څخه ډډه کول؛
۵- د زاړه (تاریخ تېر شوي) او ممنوعه توکو له خرڅولو څخه ډډه کول؛
۶- بل شخص ته د خپل مشخص شوي تخت او کاري مېز له کرایې، اجارې او یا پلورنې څخه ډډه کول؛ مګر دا چې مخکې له مخکې یې اړونده ښاروالي په جریان کې کړې وي؛
۷- بل شخص ته د خپل مشخص شوي ځای له کرایې، اجارې او یا پلورنې څخه ډډه کول.
(۲) که لاس پلورونکي د دې مادې د (۱) فقرې له ۱ جزء څخه تر ۶ جزء پورې له درج شويو حکمونو څخه سرغړونه وکړي، ښاروالیانې هغه په لاندې ډول تأديبوي:
۱- په لومړي ځل د لیکلې اخطاريې ورکول؛
۲- په دوهم ځل لاس پلورونکی له اړوندې ساحې څخه اېستل او د دې فرمان له حکمونو سره سم يې بل مستحق شخص ته ورسپارل.
(۳) که لاس پلورونکی د دې مادې د (۱) فقرې په ۷ جزء کې له درج شوي حکم څخه سرغړونه وکړي، ښارواليانې دې یاد شخص اړوندې محکمې ته وروپېژني.
څلورمه ماده:
دغه فرمان د صدور له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث
مولوي هبـة الله اخندزاده