د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷.۵ میلیونه جریبه څړځای تثبیت کړی دی
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په تېر یو کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څړځای (عامه مرعی) ځمکې بررسي کړي او د یادې مودې په ترڅ کې یې په درېیو ولایتونو کې څه باندې ۲۷ میلیونه او ۵۷۰ زره جریبه څړځایونه تثبيت کړي دي.
دا څړځایونه په فاریاب، بادغیس او بدخشان ولایتونو کې موقعیت لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د توظیف شوي پلاوي لخوا بررسي شوي او د یاد کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.
د یادو څړځایونو له مجموعې څخه، څه باندې ۹ میلیونه او ۳۲۱ زره جریبه په فاریاب ولایت، څه دپاسه ۴ میلیونه او ۱۶۷ زره جریبه په بادغیس ولایت او څه باندې ۱۴ میلیونه جریبه یې په بدخشان ولایت کې تثبیت شوي دي. دا څړځایونه د دغو ولایتونو په مرکز او ټولو ولسوالیو کې موقعیت لري.
د مرعی د سروې او تشخیص پلاوی چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون لخوا توظیف شوی دی، د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د څړځایونو د ځمکو د بررسۍ په حال کې دی او د بررسۍ او تثبیت بهیر پای ته رسېدو سره، یاد شوي څړځایونه د ځمکو په بانک کې ثبت کېږي.