په فاریاب ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۱:۴۵

 د فاریاب ولایت عدلیې رياست د شعبان د مياشتې په ۲۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.
په یاده ازموينه کې د عدلیې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS