د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۴
.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بدخشان کې د عامه مرعی (څړځایونو) د میلیونو جریبو ځمکو او د هېواد په څو نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول.

په دې ناسته کې چې د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د سترې محکمې استازی محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په بدخشان ولایت کې د نږدې ۲۰ میلیونو جریبو ځمکو د سروې او همدارنګه په خوست، کندوز، پکتیا، بغلان، لوګر او غزني ولایتونو کې د زرګونو جریبو نورو ځمکو د دوسیو په هکله بحث او خبرې وکړې.

د عامه مرعی (څړځایونو) د ځمکو د سروې مؤظف پلاوي د راپور پر بنسټ د بدخشان په ۲۵ ولسوالیو کې له نږدې ۲۰ میلیونه جریبه سروې شویو ځمکو، څه‌باندې ۱۴ میلیونه جریبه یې د عامه څړځای په توګه پېژندل شوې دي. د کمېسیون رهبرۍ په دې اړه پرېکړه وکړه چې دا سروې دې د بدخشان په پاتو ولسوالیو کې هم ترسره شي.

همدارنګه په دې ناسته کې د ۶ نورو ولایتونو د ځمکو د غصب اړوند دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS