په لغمان ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۵
.

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي په تېرو دوو ورځو کې، په دغه ولایت کې له ۱۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور اړین اسناد بررسي کړل.
همدارنګه، موظف پلاوي د یادو دارالوکالو یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د دغو ستونزو د لرې کولو ترڅنګ یې له مؤکلینو او مراجعینو سره د وکیلانو پر نیک چلند کولو ټینګار وکړ.
د لغمان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو له غير قانوني فعالیتونو څخه مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

په کندوز او تخار ولایتونو کې د سرو زرو ۱۶ پلورنځي د غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئيس، مفتي احمد ضيا خبیب په مشرۍ يو پلاوی د افغانستان د زرګرانو اتحادیې د مسؤولينو په ملتيا د بغلان، سمنګان، جوزجان، کندوز، فاریاب، بلخ، سرپل، بدخشان او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۳:۴
Background image

د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د حدیثو لویې دورې او د نورو درجو د درسونو پیل

 د عدلیې وزارت په مدرسة العدالة کې د شوال د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د حدیثو لویې دورې د پنځمې دورې په شمول او د نورو درجو درسونو پیل او په رسمي توګه د یاد وزارت د مقاماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۰:۵۷
Background image

په ننګرهار ولایت کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د شوال د مياشتې په ۲۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS