د عدلیې وزارت خدمتونه
بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
الحمد لله رب العٰلمين والصلٰوة والسلام على سيد المرسلين و على آله وأصحابه أجمعین
د عدلیې وزارت وظیفې او ماموریت
د عدلیې وزارت د اسلامي امارت یو له مهمو او کلیدي وزارتونو څخه دی چې د شریعت د تطبیق، د عدالت د تامین او د قانون د حاکمیت په منظور له نورو عدلي او قضایي نهادونو سره په نږدې همکارۍ او همغږۍ فعالیت کوي.
په انډولیز ډول هېوادوالو ته د عدلي او حقوقي باکیفیته خدمتونو وړاندې کول، د عدلیې وزارت له اساسي موخو څخه دي چې په دې لاره کې په خپلې کاري ساحې پورې د اړوندو تقنیني سندونو لهمخې په لاندې برخو کې فعالیت کوي:
- د تقنیني سندونو طرحه، تسوید، تدقیق، تخریج او له پړاوونو څخه یې تېرول، په رسمي جریده کې د تقنیني سندونو چاپ او خپرول؛
- د عامه او امارتي ادارو له حقوقو او ګټو څخه ملاتړ او دفاع؛
- بېوزلو مظنونینو، تورنو او مجني علیه ته د وړیا حقوقي مرستو وړاندې کول، د افغانستان د اتباعو لپاره د حقوقي عامه پوهاوي ورکونې د برنامو دایرول؛
- په مدافع وکیلانو پورې د اړوندو چارو تنظیم او سمون؛
- په اتحادیو او خیریه بنسټونو پورې د اړوندو چارو تنظیمول؛
- د معاملو په لارښوونې او عریضې لیکونکو پورې د اړوندو چارو تنظیمول؛
- د ژباړونکو لپاره د اجازهلیک صادرول او د رسمي سندونو تصدیق؛
- د تقنیني ستاژ او د دفاع وکالت ستاژ د برنامو دایرول او د شریعت او نافذه قوانینو له حکمونو سره سم د نورو وظیفو ترسره کول.
پورتنیو یادو شویو وظیفو او فعالیتونو ته په پاملرنې سره؛ د عدلیې وزارت د شریعت د تطبیق او هېوادوالو ته د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې مهم رول لوبولی او د تر اغېزې لاندې واحدونو له لارې د دې وزارت د اساسي موخو د تامینولو لپاره اړوند فعالیتونه اجراء کوي.
د قانون جوړونې او علمي-حقوقي څېړنو چارې
د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي-حقوقي څېړنو د چارو عمومي ریاست، د تقنیني سندونو پر تسوید، تدقیق، تخریج او له پړاوونو یې پر تېرولو او وزارتونو او امارتي ادارو ته د قانوني مشورو پر ورکولو سربېره، په شرطونو برابرو غوښتونکو ته د تقنیني ستاژ او د دفاع وکالت ستاژ برنامې جوړوي، د رسمي سندونو د ژباړې اجازهلیک صادروي او د رسمي سندونو ژباړه تصدیقوي.
الف – د تقنیني ستاژ برنامې دایرول:
د تقنیني ستاژ برنامه، د تقنیني سندونو د تسوید او تدقیق د نظري او عملي تګلارو د زدهکړې دوره ده چې د عدلیې وزارت په واسطه په شرطونو برابرو کسانو ته د هغوی د مسلکي پوهې د لوړولو په موخه هرکال په دوو څلور نیم میاشتنیو سمسترونو کې جوړېږي.
په تقنیني ستاژ برنامه کې د شاملېدو شرطونه:
- د دیني مدرسو هغه فارغان چې سندونه یې د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا تایید شوي وي او د شرعیاتو یا د حقوقو څانګو فارغان، په ورودي آزموینه کې شاملېږي او په بریالیتوب سره د ازموینې له تېرولو وروسته، د تقنیني ستاژ برنامې ته جذبېږي.
- د وزارتونو او امارتي ادارو هغه کارکوونکي چې د حقوقي او تقنیني چارو په برخو کې کار کوي او له دیني مدرسو څخه چې سندونه یې د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا تایید شوي وي او یا هم د شرعیاتو او حقوقو له څانګو څخه فارغ وي او د اړوندې ادارې لهخوا د ټاکل شوې ونډې لهمخې په لیکلي ډول معرفي شوي وي؛ د تقنیني ستاژ په برنامه کې شاملېږي.
ب – د دفاع وکالت د ستاژ برنامې دایرول:
ج- د رسمي سندونو د ژباړې اجازهلیک:
د رسمي سندونو د ژباړې اجازهلیک حقیقي اشخاصو ته صادرېږي، د لاندې شرطونو لرونکي غوښتونکي کولای شي د چاپي عریضي په وړاندې کولو سره عدلیې وزارت ته مراجعه وکړي:
- د افغانستان تابعیت لرل؛
- د حقوقي اهلیت لرل؛
- د لېسانس تحصیلي سند یا د دیني مدرسو د فراغت سند لرل چې سندونه یې د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا تایید شوي وي؛
- د دولسم ټولګي د فارغانو لپاره د اړوندې ژبې د ژباړې په برخه کې د درې کلنې عملي تجربې لرل؛
- له اړوندې ژبې او ادبیاتو څخه پرته د تحصیلي سند لرونکو اشخاصو لپاره د بهرنیو ژبو له ښوونیزو مرکزونو څخه لږ تر لږه د یو کلنې زدهکړې د فراغت تصدیقلیک لرل؛
- په بریالیتوب سره د اړوندې بهرنۍ ژبې د ازموینې تېرول؛
- د رسمي دارالترجمې لرل یا د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې له ثبت شویو دارالترجمو څخه د یوې په واسطه معرفي کول؛
- له شریعت سره سم سیرت او صورت لرل؛
- د اجازهلیک د ټاکل شویو پیسو ورکړه.
د- د رسمي سندونو د ژباړې تصدیق:
د رسمي سندونو د تصدیق غوښتونکي کولای شي، د خپلو ژباړل شويو سندونو د تصدیق په موخه چې د رسمي دارالترجمو د ژباړونکو په واسطه ژباړل شوي دي؛ په مرکز کې په پښتونستان واټ کې د عدلیې وزارت په پخوانۍ ودانۍ کې د رسمي سندونو د تصدیق آمریت ته او د ننګرهار، کندهار، هرات، کندز، بدخشان، بلخ، خوست، پکتیا او نیمروز په ولایتونو کې اړوندو عدلیې ریاستونو ته مراجعه وکړي.
د رسمي سندونو د ژباړې د تصدیق شرطونه:
- د سند اصل د هغه له ژباړې سره یوځای وړاندې کول؛
- سند له رسمي ژباړونکو څخه د یوه په واسطه ژباړل شوی وي؛
- سند خپله د شخص، نږدې خپلوانو (اصول او فروع) یا د هغه د رسمي وکیل په واسطه وړاندې شي؛
- د حقالتصدیق د ټاکل شویو پیسو ورکړه.
د تصدیق وړ سندونه:
- د تابعیت تذکره؛
- زېږون کارت؛
- فوتي خط؛
- ښوونیز او تحصیلي سندونه؛
- د چلونې جواز او جواز سیر؛
- د استوګنځي تصدیق؛
- وثیقې (نکاح خط، زوجیت خط، وکالت خط، مجرد خط او نورې وثیقې)؛
- نور رسمي سندونه.
د عامه او د امارتي ادارو له حقوقو او ګټو څخه دفاع
په افغانستان کې دننه او بهر له (عامه، امارتي او وقفي منقولو او غیرمنقولو) ملکیتونو څخه دفاع او ملاتړ، د وزارتونو او امارتي ادارو په استازیتوب د محکمو پر وړاندې د دعوی اقامه، د وزارتونو او نورو امارتي ادارو په استازیتوب د محکمو پر وړاندې د اشخاصو د دعوی دفع، د ( وزارتونو او امارتي ادارو، تصدیو، د امارتي او ګډو شرکتونو او ښاروالیو) ترمنځ د حقوقي شخړو بررسي، د مصالحې د قرار صادرول او د هغوی ترمنځ د شخړې حلول؛ د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو د ادارې له عمده او اساسي وظیفو له جملې څخه دي.
حقوقي مرسته
د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست، د ټولنې له زیانمنو شویو قشرونو څخه د ملاتړ په منظور، په مرکز او ولایتونو کې بېوزلو اشخاصو ته وړیا حقوقي مرسته وړاندې کوي، وړیا حقوقي مشورې ورکوي او د حقوقي پوهاوي ورکونې برنامې دایروي.
الف- د وړیا حقوقي مرستې وړاندې کول:
په جزایي قضیو کې بېوزله مظنون، تورن یا مجني علیه او په فامیلي (کورنيو) قضیو کې بېوزلې ښځې او ماشومان کولای شي له خپلو شرعي حقوقو څخه د دفاع لپاره، حقوقي مرستندوی (وړیا مدافع وکیل) په لاندې ډول وغواړي:
- د غوښتونکي یا د هغه د خپلوانو په واسطه په مرکز کې د عدلیې وزارت ته او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته د چاپي عریضې وړاندې کول؛
- د بېوزلۍ د تثبیت فورمې ډکول؛
- د قضیې د پرمخ وړلو او د وړیا حقوقي مرستې د ترلاسه کولو په منظور له حقوقي مرستندوی سره د بېوزله مظنون، تورن او مجني علیه موافقه.
یادښت: محکمې، د زندانونو چارو د سمون اداره، د جنایي څېړنو څانګه او د حقوقو اداره کولای شي، په پورتنیو قضیو کې د بېوزله مظنون، تورن یا مجني علیه له شرعي او قانوني حقوقو څخه د دفاع په منظور، له عدلیې وزارت څخه په رسمي ډول، د حقوقي مرستندوی (وړیا مدافع وکیل) د تؤظیف غوښتنه وکړي.
ب- د وړیا حقوقي مشورې ورکول:
د عدلیې وزارت، د هېوادوالو د حقوقي ستونزو د حلولو او د حقوقي پوهې د کچې د لوړولو په منظور، په لاندې ډول وړیا حقوقي مشورې وړاندې کوي:
- په جزایي قضیو کې د بېوزله مظنون، تورن یا مجني علیه لپاره او په فامیلي (کورنيو) قضیو کې د بېوزلو ښځو او ماشومانو لپاره د حقوقي مرستندوی په واسطه د مشورې وړاندې کول؛
- د حقوقي پوهاوي ورکونې برنامو د دایرولو پرمهال د حقوقي عامه پوهاوي د مبلغینو په واسطه هېوادوالو ته د حقوقي مشورې وړاندې کول؛
- د وړیا حقوقي مشورې د ترلاسه کولو لپاره په مرکز کې د حقوقي مرستو ریاست ته او په ولایتونو کې د حقوقي مرستو آمریتونو ته د غوښتونکي مراجعه؛
- د (۱۸۸) وړیا شمېرې او یا (۰۲۰۲۵۲۶۷۹۰ او۰۲۰۲۵۲۶۸۳۲) شمېرو په واسطه د مشورې ورکونې له مرکز (call Center) سره د ټیلفوني اړیکې له لارې.
ج- د حقوقي پوهاوي ورکونې د برنامو دایرول:
لکه څنګه چې زیاتره هېوادوال د شرعي، حقوقي او قانوني موضوعاتو په نسبت چې د اسلام په سپېڅلی شریعت او نافذه قوانینو کې راغلي دي او همدارنګه دغو حقوقو ته د لاسرسي له څرنګوالي او عدلي او قضایي نهادونو ته د مراجعې له څرنګوالي څخه کافي معلومات نه لري؛ له همدې امله په مرکز او ولایتونو کې د عدلیې وزارت د حقوقي عامه پوهاوي مبلغین هېوادوالو ته په جوماتونو، ښوونځیو، پوهنتونونو، ناحیو، امنیتي حوزو او د آزادۍ د سلب په ځایونو کې د حقوقي پوهاوي ورکونې برنامې جوړوي.
د مدافع وکیلانو د چارو تنظیم
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست، د مدافع وکیلانو د انسجام له طرزالعمل سره سم، د هېواد په کچه د مدافع وکیلانو د جوازلیکونو صدور او بیا نوي کول، د هغوی له فعالیت څخه څارنه او ستونزو ته یې رسیدګي تنظیموي.
الف- د دفاع وکالت د اشتغال شرطونه:
- د افغانستان د تابعیت لرل؛
- د جنایت په جرم نه محکومیت؛
- له دیني مدرسو څخه د فراغت سند چې سندونه یې د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا وي او یا هم د شرعیاتو یا حقوقو له څانګو څخه په یوه کې لږ تر لږه د لېسانس تحصیلي سند لرل؛
- د ورودي ازموینې له لایحې سره سم په بریالیتوب سره د دفاع وکالت د ورودي ازموینې تېرول؛
- د معلوماتي فورمې ډکول او بشپړول.
ب- د دفاع وکالت ورودي ازموینه:
- د وزارت مقام ته د چاپي عریضې وړاندې کول؛
- د تحصیلي سندونو او د تابعیت تذکرې د کاپي وړاندې کول؛
- په ازموینه کې د شاملېدو د فورمې ډکول.
ج- د دفاع وکالت د جوازلیک صادرول:
- په ورودي ازموینه کې بریالیتوب؛
- د دوراني فورمې بشپړول؛
- د دفاع وکالت د ستاژ د ټاکلې دورې تېرول؛
- د وکالت د جوازلیک د ټاکل شویو پیسو ورکړه؛
- د دفاع وکالت د جوازلیک ثبت او صادرول.
- په هغه صورت کې چې غوښتونکي مخکې د دفاع وکالت ستاژ، تقنین، قضاء او یا د حقوقي زدهکړو د ملي مرکز برنامې بشپړې کړې وي او یا هم د قضاء، څارنوالۍ او یا د عدلیې وزارت په مسلکي برخو کې لږ تر لږه درې کاله بالفعل کاري تجربه ولري، د مدافع وکیلانو د انسجام د طرزالعمل له حکمونو سره سم د دفاع وکالت د ستاژ د ټاکلې دورې له تېرولو څخه معاف دی.
د- په وړیا ډول د دریو جنایي قضیو پرمخ وړل:
مدافع وکیل مکلف دی د مدافع وکیلانو د انسجام له طرزالعمل سره سم، د یو کال په بهیر کې له دریو جنایي قضیو څخه د عدلیې وزارت له ورپېژندنې او تاییدۍ وروسته، په وړیا ډول دفاع وکړي.
په جنایي قضیو کې بېوزله مظنون او تورن یا د هغوی نږدې خپلوان (اصول او فروع) کولای شي، د خپلې قضیې د پرمخ وړلو په منظور، د عدلیې وزارت مقام ته د عریضې په وړاندې کولو سره د وړیا مدافع وکیل غوښتونکي شي.
هـ - د مدافع وکیل پرخلاف شکایتونو ته رسیدګي:
که مؤکل له خپل مدافع وکیل څخه شکایت ولري، کولای شي د عدلیې وزارت مقام ته د چاپي عریضې په وړاندې کولو سره خپل شکایت ته د رسیدګي غوښتنونکی شي.
د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د انسجام له طرزالعمل سره سم، یاد شکایت ته رسیدګي کوي.
د ټولنو او د ټولنیزو نهادونو د چارو تنظیمول
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست، د مرکز او ولایتونو په کچه د اتحادیو او خیریه بنسټونو د جوازلیک د ثبت، صادرولو، تمدید او نوي کولو او د هغوی له فعالیتونو څخه د څارنې وظیفه پر غاړه لري.
غوښتونکي کولای شي د ټولنې (خیریه بنسټ یا اتحادیې) د تاسیس پر بنسټ خپله چاپي عریضه په مرکز کې عدلیې وزارت ته او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي.
الف- د ټولنې ( خیریه بنسټونو او اتحادیو) د تاسیس شرطونه:
- لږ تر لږه ۱۰ تنه موسس غړي لرل؛
- د اساسنامې لرل؛
- په مشخص ځای کې د کاري دفتر لرل؛
- د ټولنې د جوازلیک د ټاکل شویو پیسو ورکړه؛
- په بانکي حساب کې د (۵۰۰۰۰۰) پنځه سوه زرو افغانیو تضمین سند وړاندې کول ( دا شرط یوازې د خیریه بنسټونو لپاره د تطبیق وړ دی).
ب- د ټولنې ( خیریه بنسټونو او اتحادیو) د موسسینو شرطونه او صفتونه:
- د افغانستان د تابعیت لرل؛
- د (۱۸) کلنۍ عمر بشپړول؛
- د محکمې په حکم له مدني حقوقو څخه نه محرومیت.
د معاملو په لارښوونې او عریضې لیکونکو پورې د اړوندو چارو تنظیمول
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست، د معاملو د لارښوونې او د عریضې لیکونکو د جوازلیک د ثبت، صادرولو، تمدید او نوي کولو او د هغوی له فعالیتونو څخه د څارنې وظیفه پر غاړه لري.
غوښتونکي کولای شي د معاملو لارښوونې او د عریضې لیکنې د دفترونو د رامنځته کولو پربنسټ خپلې چاپي عریضې په مرکز کې عدلیې وزارت ته او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي.
الف- د معاملو لارښوونې د جوازلیک اخیستلو شرطونه:
- د افغانستان د تابعیت لرل؛
- د (۱۸) کلنۍ عمر بشپړول؛
- د محکمې له لوري د معاملو د لارښوونې په شغل پورې په اړوندو جرمونو او یا له مدني حقوقو څخه په محرومیت نه محکومېدل.
- د دولسم ټولګي یا له هغه څخه پورته د فراغت سند لرل؛
- د رسمي وظیفې نه لرل؛
- لږ تر لږه د پنځه سوه زرو افغانیو په ارزښت د غیرمنقول ملکیت رسمي یا عرفي سند وړاندې کول او یا د بانکي آویز وړاندې کول؛
- د عرفي سند د وړاندې کولو په صورت کې (د عرفي سند د مالک د تذکرې، صفایي کتابچې او د دوو تنو تضمین کوونکو د تذکرې) کاپي هم اړینه ده؛
- د معاملو لارښوونې د جوازلیک د ټاکل شویو پیسو ورکړه؛
- د جوازلیک غوښتونکي شخص حضور.
ب- د معاملو لارښوونې د جوازلیک لرونکو پرخلاف شکایتونو ته رسیدګي:
که د عقد له دواړو لورو څخه یو د معاملو لارښوونې د جوازلیک لرونکي له چلند څخه شکایت ولري، کولای شي په مرکز کې د عدلیې وزارت ته او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته د چاپي عریضې په وړاندې کولو سره خپل شکایت ته د رسیدګۍ غوښتونکی شي.
ج- د عریضې لیکنې د جواز اخیستلو شرطونه:
- د افغانستان د تابعیت لرل؛
- د (۱۸) کلنۍ عمر بشپړول؛
- د محکمې له لوري د جنایت په جرم او یا له مدني حقوقو څخه په محرومیت نه محکومېدل.
- د دولسم ټولګي یا له هغه څخه پورته د فراغت سند لرل؛
- د رسمي وظیفې نه لرل؛
- د غوښتونکي شخص حضور.
- د ټاکل شویو پیسو ورکړه؛
د- د عریضې لیکنې د جواز لرونکو پرخلاف شکایتونو ته رسیدګي:
که یو شخص د عریضې لیکنې له جواز لرونکي څخه شکایت ولري، کولای شي په مرکز کې د عدلیې وزارت ته او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته د چاپي عریضې په وړاندې کولو سره خپل شکایت ته د رسیدګۍ غوښتونکی شي.
د تقنیني سندونو چاپ او خپرول:
د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو ریاست، په رسمي جریده کې د تقنیني سندونو په چاپ او خپرولو، د عدالت په مجلې او د وزارت له کړنو څخه په خبر رسونې پورې اړوندې چارې تنظیموي.
الف- په رسمي جریده کې د خپرولو وړ سندونه:
- قوانین؛
- طرزالعملونه؛
- فرمانونه؛
- حکمونه؛
- د سوداګریزو سندونو او علامو ثبتول؛
- قراردادونه، موافقهلیکونه، میثاقونه او کنوانسیونونه؛
- نور هغه سندونه او موضوعات چې د قانون لهمخې د خپرېدو ایجاب وکړي.
ب- په عدالت مجله کې د مقالو او تخصصي (شرعي-حقوقي) مطالبو چاپ او خپرول:
د عدالت مجله یوه تخصصي خپرونه ده چې په هغې کې مقالې او تخصصي (شرعي-حقوقي) مطالب او د عدلیې وزارت له کړنو څخه مهم راپورونه خپرېږي.
د امارتي ادارو کارکوونکي، علماء، د پوهنتونونو استاذان او نور لیکوال کولای شي خپلې تخصصي او حقوقي مقالې او مطالب په یاده مجله کې د خپرولو لپاره په مستقیم توګه عدلیې وزارت ته وسپاري او یا یې هم د (adalat@moj.gov.af) رسمي برېښنالیک له لارې یا د (۰۷۴۴۶۶۲۸۲۸) واټساپ شمېرې ته راولېږي.
ج- رسمي جریدې او عدالت مجلې ته د لاسرسي څرنګوالی:
لېوال کسان کولای شي، رسمي جریده او د عدالت مجله له لاندې پتو څخه ترلاسه کړي:
- د عدلیې په وزارت کې د رسمي جریدې او د عدالت مجلې د خرڅلاو څانګې ته مراجعه؛
- د (www.moj.gov.af) وېبپاڼې ته مراجعه.
د- عامه اړیکه:
لکه څنګه چې اطلاعاتو او معلوماتو ته لاسرسۍ د هېوادوالو حق دی، د عدلیې وزارت د عامه اړیکو څانګه په وېبپاڼه او ټولنیزو پاڼو کې د خپرولو له لارې خلکو ته د وزارت له کړنو څخه د خبر رسونې، له رسنیو سره د مرکې، د خبرپاڼې استول او له رسنیو سره د همغږۍ، د وزارت له کړنو څخه د راپور وړاندې کول او د مستقیمې خبر رسونې وظیفه پر غاړه لري.
هـ - د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ارتباطي لارې:
- د اړیکې او واټساپ شمېره: (۰۷۹۴۸۶۶۲۵۲)؛
- برېښنالیک: (moj.afghanistan@gmail.com).
- د عدلیې وزارت موقعیت: شپږمه ناحیه، د دارالامان ماڼۍ لودیځ، کابل-افغانستان
و- د وېبپاڼې برخه:
د عدلیې وزارت وېبپاڼه لاندې منځپانګه او عمده مطالب لري:
- رسمي جریده ( تقنیني سندونه او سوداګریز اعلانونه)؛
- د عدالت مجله؛
- خبرونه او راپورونه؛
- حقوقي مقالې؛
- پالېسۍ؛
- د داوطلبۍ خبرتیاوې؛
- د کارموندنې خبرتیاوې؛
- د خیریه بنسټونو نوملړ؛
- د اتحادیو نوملړ؛
- د معاملو لارښوونې د دفترونو نوملړ؛
د مدافع وکیلانو نوملړ.
ز- د عدلیې وزارت کتابتون:
د عدلیې وزارت علمي، تخصصي، حقوقي او شرعي کتابتون لري چې د امارتي ادارو کارکوونکي او نور هېوادوال کولای شي په رسمي وختونو کې یاد کتابتون ته د خوښې وړ کتابونو او د نافذه قوانینو د مطالعې په موخه مراجعه وکړي.