په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ‌‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.

پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.

د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بدخشان کې د عامه مرعی (څړځایونو) د میلیونو جریبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

په تېره يوه مياشت کې د ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو فعالیتونو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په جدي مياشت کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې له ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۳۸
Background image

په تېرو درېيو مياشتو کې له ۲۳۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرو درېيو مياشتې په ترڅ کې په کابل او مرکزي زون ولایتونو کې د ۲۳۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS