په ارزګان ولایت کې تر بررسۍ لاندې پر یو شمېر ځمکو د نويو تصرفاتو مخه ونيول شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۳:۲۵
.

 د ارزګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د جمادی‌الأولی د مياشتې په  ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د غصب شویو ځمکو  د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د مرکز، ترينکوټ ښار اړوند سرخ مرغاب شاه ظفر ساحې ته ولاړ او یادې ځمکې یې له نږدې بررسي کړې.
تخنيکي هيئت د دغې لیدنې په ترڅ کې په یاده ساحه کې پر ۱۲۹۸ جریبه ځمکه چې دوسیې یې د غصب شویو امارتي، عامه مرعی او وقفي ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې تر بررسۍ لاندې ده د نوي تصرفاتو مخه ونيوله او د یادې ځمکې پر متصرفينو یې ټینګار وکړ چې د یادې محمکې تر وروستۍ پرېکړې پورې دې له نويو تصرفاتو څخه ډډه وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS