د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او نظامې محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۵۵
.

 د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او نظامې محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د نظامې محکمې په مقر کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې د امارت د قضایاوو آمریت مسؤولینو هم ګډون درلود، د یادو ادارو ترمنځ د همغږیو د پیاوړتیا د څرنګوالي او په اصولي توګه د ستونزو د هوارولو په اړه بحث وشو او د لغمان د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د یادو ادارو ترمنځ پر زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د لغمان د کرنې رئیس او نورو مسؤولینو ډاډ ورکړ چې د کاري ننګونو د حل او په چټک ډول کاري دوسیو ته د رسېدنې په منظور به  لازمې همکارۍ او همغږۍ ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بدخشان کې د عامه مرعی (څړځایونو) د میلیونو جریبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۴:۲۸
Background image

په تېره يوه مياشت کې د ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو فعالیتونو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان کال په جدي مياشت کې د کابل ښار په بیلابیلو سيمو کې له ۲۴۸ تنو عريضه ليکونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۳۸
Background image

په تېرو درېيو مياشتو کې له ۲۳۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی دی

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د تېرو درېيو مياشتې په ترڅ کې په کابل او مرکزي زون ولایتونو کې د ۲۳۳ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت په ترڅ کې د. . .

BACK TO NEWS