په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
.

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
مؤظف نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د ننګرهار عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۰:۳
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۱۷مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۳۸
Background image

د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه

 د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۹
Background image

د پروان ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر. . .

BACK TO NEWS