په بلخ ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۲۲
.

 د بلخ ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.
په یاده ازموينه کې د عدلیې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلی، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS