د کارموندنې خبرتیا

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۹ - ۱۰:۷
.

Publish Date

Closing Date

د سالمې ادارې د اصلاح او رامنځته کولو په منظور د افغانستان اسلامي امارت د لوړو موخو د تحقق په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، د ژمن او وړ بشري ځواک د جذب او استخدام لپاره د عدلیې وزارت د پالیسۍ او پلان ریاست د برنامو د طرحې او ترتیب او د پروژو د څارنې آمریت اړوند  د (د انجنیرانو بورډ) د دریمې رتبې (۲) بستونه  له ۱۴۰۴/۷/۲۸ څخه تر ۱۴۰۴/۸/۸هـ.ش نېټې پورې  چې د ۱۴۴۷/۴/۲۷ تر ۱۴۴۷/۵/۸هـ.ق سره سمون خوري د (۱۰) کاري ورځو لپاره اعلان ته سپاري

د دندې عنوان: د انجنیرانو د بورډ غړی

بست: (۳)

وزارت یا اداره: د عدلیې وزارت

اړونده څانګه: د پالیسۍ او پلان ریاست

راپور ورکوونکی: د برنامو د طرحې او ترتیب او د پروژو د څارنې آمر

د پست موقعیت:  کابل

د پست شمېر: ۲

د دندې موخه:

د اصولو، موخو، پالیسۍ، لایحو، طرزالعملونو او نافذه تقنيني اسنادو سره په مطابقت کې د ساختماني پروژو طرح، ترتیب، ډیزاین او د وزارت د پرمختیایي پروژو د تطبیق څارنه.

اساسي دندې:

  • د کور او ښار جوړولو وزارت په همغږۍ د وزارت د ساختماني پروژو د نقشو طرحه، چمتو کول او ترتیب (ډیزاین) ؛
  • د وزارت د پرمختیایي پروژو ابتدایي، تخنیکي برآورد او د بودجې اټکل؛
  • د بشپړو شویو پرمختیایي او بنسټیزو پروژو ثانوي برآورد؛
  • د عدلیې وزارت د پرمختیایي بنسټیزو پروژو څارنه؛
  • په وزارت کې د مرسته کوونکو نړیوالو تمویل کوونکو ساختماني پروژو څارنه؛
  • د آفر پرانیست غونډو کې ګډون او د وزارت د پرمختیایي پروژو اړوند د آفرونو ارزول؛

مدیریتي دندې:

  • د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو په موخه د ادارې له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، کلني کاري پلان چمتو کول ترتیبول؛؛
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرولو په موخه د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو د میاشتني، ربعوار، کلني او د عندالضرورت راپور وړاندې کول؛
  • د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د موخو مطابق د ذیصلاح مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

د همغږۍ دندې:

  •  د متوقعه موخو ترلاسه کولو په موخه د ریاست له څانګو او نورو برخو سره همغږي او د اړیکو تأمین؛

د استخدام شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کالو لږ او له (۶۴) زیات ونه‌اوسي.

تحصیلي سویه:

  • لږ تر لږه د ساختماني یا مهندسي انجنیرۍ په یوې څانګه کې د لیسانس تحصیلي سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو درجو ته ارجحیت ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  • لږ تر لږه یو کلنه کاری تجربه.

لازم مهارتونه:

  • د اړوندې برخې لارښوونې او کنټرول وړتیا.
  • داړوندې ادارې/وزارت د پالیسۍ د طرحې او تطبیق وړتیا.
  • په یوې رسمي (پښتو یا دري) ژبه تسلط.
  • د دندې اړوند په کمپیوټري برنامو کې مهارت.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست د غوښتنلیک فورمه له دغه ځای او یا هم د کارکوونکو د چارو د ریاست د استخدام له آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته (یو قطعه عکس، د تابعیت تذکره، تحصیلي سندونه او کاري تجربې) سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د کارکوونکو د چارو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies