د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۷
.

 د بلخ ولایت د عدلیې ریاست کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې د یاد ریاست په مقر کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۳ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

په دې زده کړييزه برنامه کې چې د بلخ ولايت د عدليې رياست ۲۵ تنو مسلکي کارکوونکو ګډون درلود، د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې.

د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۲

BACK TO NEWS