په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۴۹
.

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۸مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د یادو دفترونو د فعاليت جوازونه، رسمي سټې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۹ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شو.
همدارنګه نظارتي پلاوي د پاتې نورو دفترونو په فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د حل او د کاري چارو ښه پر مخ وړولو په موخه لازمې توصیې وکړې.
د کندز ولایت عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۲۲
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۱۰۰ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۰۱ دفترونو او یو شمېر استوګنیزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړی.

په دې نظارت کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۱۲
Background image

په غزني ولایت کې د سرو زرو ۷ پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل

 د غزني ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت د مقام له لورې توظیف شوي نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني د مرکز په کلاه سبز ساحه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست د انسجام آمریت په رهبرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۲۷مه نېټه د ‌‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په نهمه ناحیه کې د. . .

BACK TO NEWS