د پکتیا عدلیې رياست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۴:۰
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د پکتیا ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د عدلیې رئیس په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې مدافع وکیلان دې خپل فعالیتونه د مدافع وکیلانو د انسجام له طرزالعمل سره سم تنظیم کړي.
همداراز نوموړي زیاته کړه چې مدافع وکیلان دې د دارالوکالې رسمي مهرونه یوازې په رسمي سندونو او تحریراتو کې وکاروي.
د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس له مدافع وکيلانو څخه غوښتنه وکړه چې د خپلو مؤکلینو له حقوقو څخه په مسلکي، اغیزمن او قانوني ډول دفاع وکړي او له هر ډول غیر قانوني او غیر مسلکي چلند څخه ځان وساتي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم له مسؤولینو سره خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل چې د عدلیې ریاست مسئولینو یې د حل په موخه ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS