په پکتیا ولایت کې د کورونو د کرایې کنټرول په موخه د ګډې کمېټې ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۹:۵۲
.

 په پکتیا ولایت کې د کورونو د کرایې کنټرول ګډې کمېټې د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئيس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د اړوندو ادارو د استازو په ګډون یوه ناسته جوړه کړه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئیس د پیل وينا وکړه او د خپلو خبرو په ترڅ کې یې زياته کړه چې دا کمېټه د پکتيا ولایت د اوسېدونکو د حقوقو خونديتوب، د کورنو د کرایې کنټرول او په دې برخه کې د خلکو شکايتونو ته د رسېدنې په موخه جوړه شوې ده.
دغه راز، په دې ناسته کې د کورونو د کرایې کنټرول د څرنګوالي په اړه بحث وشو او په راتلونکې کې په اړوندو برخو د اجرااتو په ترسره کېدو پرېکړې وشوې.
د کورونو د کرایې کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS