په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غيرقانوني فعالیت له امله وتړل شول

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۱:۲۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي ربیع الاول د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت مرکز، جلال اباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د ثبت کتابونه، جوازلیکونه، رسمي‌سټې، لوحې او نور اړين سندونه بررسي کړل. 
پلاوي د ياد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه د غير قانوني فعاليت له امله وتړل او د پاتې نورو دفترونو متصديانو ته یې د موجودو نيمګړتياو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پر مخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو متصديانو هم خپلې شته ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د روژې د مياشتې په ۶مه نېټه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دارالوکال. . .

BACK TO NEWS