په کندز ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۷
.

 په کندز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ربیع‌الاول د مياشتې په لومړۍ نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل چې په ترڅ کې یوه دارالوکاله د غير قانوني فعاليت له امله وتړل شوه.
همدارنګه  پلاوي د نورو دارالوکالو ځینې نيمګړتياوې مشخصې کړې او د هغو متصديانو ته یې د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه لازمې توصيې وکړې.
د دغه نظارت په ترڅ کې مدافع وکيلانو هم خپلې موجودې ستونزې له نظارتي پلاوي سره شريکې کړې او د هغو د حل غوښتونکي شول چې د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې نوی رئیس معرفي شو

 د غزني ولایت د صرافانو اتحادیې لپاره نوی رئیس د صرافانو او د عدلیې وزارت د مسؤولینو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د صرافانو لخوا تعیین او معرفي شو.
په دې غوڼده کې د عدلیې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۵۶
Background image

په پکتيکا ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د پکتيکا ولایت د عدلیې رياست د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۲۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۱:۴۷
Background image

په بغلان ولایت کې د عدلیې ریاست او یو شمېر عریضه لیکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د بغلان ولایت د عدلیې رياست مسؤولينو د جمادی‌الأولی د مياشتې په ۵ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د یاد ولایت له یو شمېرعريضه ليکونکو سره د ياد رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په. . .

BACK TO NEWS