په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۴۲
.

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مزار شریف ښار اړوند د پنځمې ناحیې په شاديان دښته کې د څه باندې دوه‌سوه یو (۲۰۱) جریبه ځمکې دوسیه تر بررسۍ لاندې ونيول شوه او په ترڅ کې یې یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه، په دې ناسته کې د بلخ ولایت په بېلابېلو ساحو کې د غصب شویو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په اړه يې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

په کابل ښار کې ۶ دارالوکالې د غيرقانوني فعاليت له امله وتړل شوې

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د یو شمېر دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

دغه نظارت او بررسي د ربیع‌الآخر د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۳۳
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محمکې د رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د عدلیې، کرنې او د استيناف محکمې د ریاستونو ترمنځ د ربیع الآخر د مياشتې په ۱۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د استيناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۴ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار اړوند په  پنځمې ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې  له ۸ دفترو. . .

BACK TO NEWS