د باميان د عدلیې ریاست د جایدادونو د کرایو له زیاتوالي څخه د مخنیوي په موخه یوه غونډه ترسره کړه

barekzai_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۹ - ۱۱:۲۵
.

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست د جایدادونو د کرایو له زیاتوالي څخه د مخنیوي او په قانوني ډول د معاملاتو ترسره کولو په موخه د معاملاتو لارښوونې د یو شمېر مسؤولینو په ګډون یوه ناسته جوړه کړه.
دا غونډه د صفر‌المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د باميان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي حکمت الله حقیار په مشرۍ د یاد ریاست په مقر کې ترسره شوه او د کډوالو د ستونزو  په ځانګړي ډول د کورونو د کرایو د لوړالي او د سرغړونو د مخنیوي په موخه د معاملاتو د تنظیم په اړه په‌کې بحث او خبرې وشوې.
د عدلیې رئیس په دې ناسته کې ټینګار وکړ چې د معاملاتو لارښوونې او د جایدادونو مالکان دې په دغه ولایت کې د کورونو کرایې زیاتې نه‌کړي او اړتیا ده چې په دې برخه کې له کډوالو سره همکاري وشي.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو مسؤولينو ژمنه وکړه چې له کډوالو سره د استوګنځيو په موندولو کې همکاري کوي او د کرایو له زیاتوالي څخه به مخنیوی وکړي. همداراز، هغوی خپلې یو شمېر ستونزې د عدلیې له رئیس سره شریکې کړې او د عدلیې رئیس ورته د حل په برخه کې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS