د غزني ولایت د عدليې ریاست او مستوفيت او د موټر پلورنځیو اتحادیې دمسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۹:۰
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست، مستوفیت او په یاد ولایت د موټر پلورنځیو د اتحادیې مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم‌الحرام د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مستوفیت ادارې په مقر کې جوړه شوه.
د همغږۍ په دې ناسته کې په غزني ولایت کې د موټر پلورنې په برخه کې د موجودو ستونزو، پر وخت چارو ته د رسېدنې او په یاده برخه کې د لا زياتو همکاريو او همغږیو په اړه خبرې وشوې.
همدارنګه په دې ناسته د یادې اتحادیې مسؤولينو په دغه ولایت د موټر پلورنکو ستونزې او یو شمېر وړاندیزونه شريک کړل چې د حل په برخه کې داډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل ولایت د استيناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د کابل ولایت د استيناف محمکې رئيس، محترم مفتي ذبیح الله ساجد سره په یوې ناسته کې د دواړو ادارو ترمنځ پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۳۰
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د پکتیا او خوست ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره وکتل

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد «محمد طلحه» د یو پلاوي په مشرۍ پکتيا او خوست ولایتونو  ته سفر وکړ او د یادو ولایتونو له یو شمېر مسؤولينو سره یې د همغږۍ جلا جلا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۴
Background image

په کنړ ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کنړ ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د شوال د مياشتې په ۲۸مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، اسعد آباد ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

نظارت. . .

BACK TO NEWS