د غزني ولایت د عدلیې او استیناف محکمې رياستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۱
.

 د غزني ولایت د عدلیې رئیس، مولوي مطیع الحق عثمان او ورسره مل پلاوي د ذی‌القعدې مياشتې په ۲۹مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مولوي عزیز الله حیدر سره د استیناف محکمې په مقر کې د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د مدافع وکیلانو، حقوقي مرستو او د امارت د قضایاوو اړوندو برخو کې د موجودو ستونزو په اړه بحث او خبرې وکړې. 
د عدلیې رئیس د یادو ستونزو د حل په برخه کې د استیناف محکمې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د استيناف محکمې رئیس د یادو ستونزو د حل په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او په راتلونکې کې هم د ورته ناستو په جوړیدو ټينګار وکړ

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS