د هرات ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۳:۳۳
.

د هرات ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌القعدې د میاشتې په ۲۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د هرات ولایت د عدلیې رئیس مولوي یارمحمد جانان خادمي په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د هرات ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په جماعت سره د لمانځه ادا کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دغې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کاکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.
د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم کابو ۱۱ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي حکم په اساس امارتي ثابته شوه

 د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په کابل ښار کې د عمر ګلستان ښارګوټي په نوم د ۱۰.۹۹۴ جریبه ځمکې د سندونو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې یاده. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۹
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۲۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۵۲
Background image

په کندوز ولایت کې ۲ دارالوکالې د یو شمېر غير قانوني فعاليتونو له امله وتړل شول

 په کندوز ولایت کې د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، په کندوز ښار کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه. . .

BACK TO NEWS