په کابل ښار کې دوه دارالوکالې د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شوې

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۱:۴۹
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذی‌القعدې میاشتې په ۲۰مه نېټه، د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار د درېیمې ناحیې اړوند له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت وکړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل. 
په دې نظارت کې د دارالوکالو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، لوحې، مهرونه، په دارالوکالو کې د وکیلانو حضور او یو شمېر نورو اړینو مواردو څخه نظارت وشو چې په ترڅ کې یې دوه دارالوکالې د غیرقانوني فعالیت له امله وتړل شوې.
همداراز، پلاوي د یادو دارالوکالو ځینې موجودې ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د ستونزو او نیمګړتیاو د حل په موخه یې د هغو مسؤولینو ته لازمې توصيې وړاندې کړې.
عدلیې وزارت په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت کوي، ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۱۰
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه شوه

 د ننګرهار عدلیې ریاست د یاد ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ۵۰ تنو متصدیانو لپاره یوه ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.

په دې برنامه کې چې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲
Background image

په لغمان ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست تر مشرۍ لاندې د معاملاتو لارښوونې دفترونو څخه ګډ نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول

 د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

BACK TO NEWS