په پکتیا ولایت کې د یو شمېرموټر پلورنځیو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۱:۱۱
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د میاشتې په ۲مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د ګردېز ښار اړوند په صالوخېل ښارګوټي کې د موټر پلورنځیو له ۱۵ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
یاد پلاوی د دغو دفترونو د فعالیت قانوني جوازونه، د ثبت کتابونه، رسمي سټې او اړوند نور اسناد بررسي کړل. د بررسۍ پر مهال، یو شمېر نیمګړتیاوې مشخصې شوې او د دفترونو مسؤولینو ته د هغو د اصلاح په موخه لازمې سپارښتنې وشوي.
د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS