په تېره یوه میاشت کې کابو ۲۱ زرو تنو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۱:۴۳
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونو يې په ولایتونو کې د روان کال د روژې د مياشتې په اوږدو کې، د ۱۵۹برنامو په جوړولو سره ۲۰ زره او ۹۴۵ تنو هېوادوالو ته حقوقي پوهاوی وړاندې کړی.
دا برنامې د مرکز په شمول د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې جوړې شوي او په ترڅ کې یې ۴ زره او ۲۵۷ تنه په غزني، ۲ زره او ۳۵۱ تنه په بادغیس، ۲ زره او ۴۴۷ تنه په هرات او پاتي نور په بېلابېلو ولایتونو کې له دغو برنامو څخه برخمن شوي دي.
په دغو برنامو کې د شکمن او تورن د حقوقو، د اسلامي شریعت د حکمونو په رڼا کې د اولادونو د روزنې، د اسلامي شريعت له نظره پر ماشومانو د مور او پلار د حقوقو، نشه يي توکي او په اسلامي شريعت کې د هغو احکام، غصب او د ورته نورو مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شوی. 
دغه راز په دغو برنامو کې د حقوقي مرستې د څانګې مسلکي غړو په مرکز او ولایتونو کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې هغوی ته حقوقي مشورې وړاندې کړي.
د عدلیې وزارت، د مرکز په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامې جوړوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو، وجایبو او مکلفیتونو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۵۷
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پیلېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست مرکزي او ولایتي آمرينو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د جمادي الأولی د مياشتې په ۱۲مه نېټه د شنبې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۹:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۴۶
Background image

د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست. . .

BACK TO NEWS