په سرپل ولایت کې د څه باندې ۸۵ زره جریبه ځمکې بررسي کېدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۳ - ۱۴:۴
.

 د سرپل ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شوال ۱۰ مه نېټه د سه شنبې، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ اړوند په دهمرده او آبکلان ساحو کې د څه باندې پنځه اتیا زره اته سوه څلور نوي (۸۵۸۹۴) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيوله.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه د لازمې پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سرپل ولایت د بېلابېلو ساحو د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS