په ننګرهار ولایت کې د غیر قانوني فعالیت له امله ۹ موټر پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۱۲:۷
.

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د شعبان د میاشتې په ۱۸ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار په درېيمه ناحيه کې له یو شمېر موټر پلورنځیو څخه نظارت وکړ. 
یاد  پلاوي د دغه نظارت او بررسۍ په ترڅ کې د موټر پلورنځیو د فعالیت قانوني جواز، د موټرو د پېر او پلور قانوني پروسه، د رسمي سټو کارول او نور اړین موارد بررسي کړل او ۹ موټر پلورنځي یې د غير قانوني فعاليت له امله وتړل.  
د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه په اړوندو برخو کې نظارت او بررسي ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS