په هرات ولایت کې د ۶۸۲۴ جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۱:۲۷
.

 د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د شعبان د مياشتې په ۱۰ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د ياد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
تخنيکي هيئت په دې ناسته کې، د هرات ولایت په ګلران ولسوالۍ کې د لس زره (۱۰۰۰۰) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث او خبرې وکړې او په ترڅ کې یې د یادې ځمکې له جملې څخه څه باندې شپږزره اوه‌سوه څلور ويشت (۶۷۲۴) جریبه ځمکه عامه څړ ځای تثبیت کړ.
همدارنګه په دې ناسته کې د اوبه ولسوالۍ په چهار مغز ساحه کې د اتيا (۸۰) جریبه ځمکې، په ګذره ولسوالۍ کې د شپاړس (۱۶) جریبه ځمکې او د ادرسکن ولسوالۍ په زرد آلو ساحه کې د څه باندې درې (۳) جریبه ځمکې دوسیې تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوې او په ترڅ کې یې یادې ځمکې امارتي تثبيت او تشخيص شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS