د عدلیې وزیر په افغانستان کې د ترکیې له سفیر سره وکتل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۴:۴۳
.

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په افغانستان کې د ترکیې هېواد له سفیر، ښاغلي جنګ اونال او د هغه له مل پلاوي سره وکتل او دواړو لورو د دواړو اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه، د ترکیې د دیني چارو ادارې (دیانت) معاون او د یاد هېواد د حج او اوقافو ادارې د بهرنیو اړیکو رئیس هم ګډون درلود.

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر په دې کتنه کې یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان او ترکیه له ګډو دیني او فرهنګي مشترکاتو سره دوه اسلامي هېوادونه وبلل. نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې هېواد همکارۍ وستایلې او ټینګار یې وکړ چې اړتیا ده د اسلامي امارت او ترکیې ترمنځ همکارۍ لازیاتې پراخې شي.

دغه راز نوموړي وویل چې اسلامي امارت د اصولو او ضوابطو له مخې د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه اسلامي هېوادونو سره د خپلو بهرنیو اړیکو پراخولو ته ژمن دی.

له بلې خوا په کابل کې د ترکيې سفیر، ښاغلي جنګ اونال ټینګار وکړ چې د ترکیې او افغانستان هېوادونو له یوبل سره وروڼه دي او هېواد يې ژمن دی چې په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره همکاري ولري.

نوموړي زیاته کړه چې د ترکیې رئیس جمهور په افغانستان کې پرمختګونه په دوامداره توګه تعقیبوي او هدایت یې ورکړی چې له اسلامي امارت سره اړیکې لازیاتې پياوړې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS